خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د اشرف غنی له ورتګ سره سم په ګردیز کې چاودنه وشوه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
چارواکی وایی، چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې درې پولیس ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې نن (د وری 10 مه) افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد پروسې د کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزى هم پکتیا ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد په تړاو د مشورو په موخه تللى دى.
د پکتیا د والی د دفتر رییس حشمت یوسفی وویل، چې دغه پېښه نن سهار اوه نیمې بجې د ګردېز ښار اړوند د خټاوې په سیمه کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وینا، پولیس په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک غاړې د ماین چاودنه پرې وشوه او درې پولیس په کې ټپیان شول.
نوموړی زیاته کړه، چې ټپی پولیس یې د ګردېز ملکی روغتون ته وړی او دغه راز په پېښه کې د هغوى رینجر موټر هم ویجاړ شوى دى.
یوسفی وویل: ((نن مو د اشرف غنی احمدزی د راتګ په موخه په ټول ښار کې امنیتی تدابیر نیولی وو، چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.))
د پکتیا د عامې روغتیا رییس ډاکټر خان اغا میاخېل وویل، چې دوى ته له پېښې درې ټپی پولیس ور وړل شوی دی.
د هغه په وینا، په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ و او هغه یې د 203 تندر قول اردو روغتون ته لېږدولی دی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.