خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/12 0:0کد خبر: 9461

د دولت اته وسلوال مخالفین ووژل شول

د دولت اته وسلوال مخالفین ووژل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د دولت اته وسلوال مخالفین د ملی پولیسو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی. په هغه خبرپاڼه کې چې نن د (وری په 12مه )د کورنیو چارو وزارت له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې ، راغلی ، چې په تیرو 24ساعتونو کې د ملی پولیسو ځواکونو د ملی اردو، ملی امنیت او د ایتلاف ځواکونو په مرسته 9 چاڼیز عملیات د کابل، کندوز، کندهار، هلمند، نیمروز، لوګر،غزنی، خوست او د پکتیا ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دغو عملیاتو کې دوه وسلوال مخالفین ټپیان او 12نور نیول شوی دی. سرچینې زیاته کړه، چې په یادو عملیاتو کې 1390کیلوګرامه نشه یی توکی او وسلې هم لاسته راغلې دی. د سرچینې په وینا،همدارنګه ملی پولیسو په تېرو 24ساعتونو کې د کندهار اوهلمند ولایتونو له مربوطاتو څخه 7حلقې ماینونه ، چې په دې وروستیو کې د دولت د وسلوالو مخالفینو له لوری د ورانکاره کړنو په موخه ځاى پرځاى شوی و، کشف او شنډ کړاى شول. د یادې خبرپاڼې له مخې، د کابل د 101اسمایی زون د قوماندانۍ ملی پولیسو تېره ورځ څلور کسان د جنایی جرمونو په تور د کابل ښار د یوولسمې، دیارلسمې او پنځه لسمې امنیتی حوزو له مربوطاتو څخه نیولی، چې دمګړۍ نیول شوی کسان د ملی پولیسو تر توقیف لاندې دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.