خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/13 0:0کد خبر: 9492

صبغت الله مجددی له خپلو دولتی دندو استعفى ورکړه

صبغت الله مجددی له خپلو دولتی دندو استعفى ورکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه

حضرت صبغت الله مجددی د ولسمشرحامدکرزی لخوا د سولې د عالی شورا د مشر په توګه نه ټاکل ځانته سپکاوى بولی او له دې امله یې له خپلو ټولو دولتی دندو استعفى ورکړه . په هغه خبرپاڼه کې، چې د شخړو د هواری او له دولت سره د خلکو د اړیکو د خپلواک کمېسیون لخوا د وری په 13مه، پژواک خبری اژانس ته رسېدلې، راغلی چې ولسمشر کرزى د هېواد د ملی او جهادی مشرانو د غوښتنو او د حضرت صبغت الله مجددی خیرخواهانه نظرونو ته پام نه دى کړى. سرچینې زیاته کړې، چې د همدې نه پاملرنې له امله حضرت صبغت الله مجددی له خپلو ټولو دولتی دندو استعفا ورکړې ده. مجددی دا مهال د ریاست جمهوری د شخړو د حل او له دولت سره د خلکو د اړیکو د خپلواک کمېسیون د مشرۍ ترڅنګ، د مشرانو جرګې او د سولې د عالی شورا غړیتوب هم لری. سرچینې لیکلی،چې مجددی د روانې میاشتې په اوومه خپله استعفى پاڼه ولسمشر ته استولې ده. په خبرپاڼه کې د مجددی په حواله راغلی ، چې که څه هم ده نه غوښتل د سولې د عالی شورا د مشر په توګه وټاکل شی،خو ددې شورا د غړیو تر ډېر ټینګار وروسته یې د ولسمشر په حضور کې دغه غوښتنه ومنله. خو سرچینه زیاتوی ، چې د مجددی د ښه نیت او له رښتینو خدمتونو سره سره، ولسمشر تر یوې میاشتې ډېر د دې شورا د مشر د ټاکلو په موخه چوپتیا غوره کړې ده . په خبرپاڼه کې راغلی: ((دې چوپتیا له یوې خوا،د سولې د عالی شورا غړی او خیرخواه هېوادوال متاثر کړل او له بلې خوا د جناب حضرت په حق کې ښکاره سپکاوى دى.)) د ولسمشر حامدکرزی ویانداېمل فیضی پژواک اژانس ته وویل چې د حضرت صبغت الله مجدی ددفتر لخوا یاده اعلامیه دوى ته هم رسېدلې ده. هغه زیاته کړه : (( حضرت صاحب د افغانستان یو مشر او ډېر محترم ملی شخصیت دى، چې ولسمشر حامد کرزی همېشه د هغه فوق العاده احترام کړى او کوی یې، خو د سولې د عالی شورا د رییس دټاکلو لپاره ولسمشر ملی یووالی او ملی منافعو ته په پاملرنې سره په دې اړه تصمیم نیسی. )) له دې مخکې نوموړی پژواک اژانس ته ویلی و، چې د ولسمشر لخوا د سولې دعالی شورا د مشر د ټاکنې په اړه سلامشورې وروستی پړاو ته رسېدلې او ډیر ژر به د یادې شورا نوى مشر اعلان شی. خو نوموړی د چا نوم نه و په ډاګه کړى ، چې څوک به ددغې شورا مشر وی. خو ځینو سرچینو ویلی،چې د سولې د عالی شورا د مشرۍ لپاره جهادی مشر حضرت صبغت الله مجددی ، د محاذ ملی ګوند مشر پیر سید احمد ګیلانی او د برهان الدین ربانی زوى صلاح الدین ربانی کاندید دی . د سولې د عالی شورا یوه غړی محمد اسماعیل قاسمیار هم پژواک ته ویلی، چې ددغې شورا د مشر د ټاکنې په اړه خبرې وروستی پړاو ته رسېدلی او ددې اونۍ تر پایه به نوى مشر وټاکل شی . نوموړی که څه هم د نوی رییس د نوم اخیستو په اړه معلومات ورکول له وخته مخکې بللی ، خو د صلاح الدین ربانی د ټاکنې شونتیا یې نه ده رد کړې . د سولې د عالی شورا مشر برهان الدین ربانی د تېرکال (1390) د وږی د میاشتې په 29مه ماښام مهال د یوتن لخوا، چې ویل کیږی د طالبانو د سولې پیغام یې را وړى و، د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخانه مینه کې په خپل کور کې د ځانمرګی برید په ترڅ کې ووژل شو. دغه ځانمرګی برید کوونکی چاودېدونکی توکی په خپله پګړۍ کې ځاى پرځاى کړی و. داسې ګونګسې هم شته ، چې مجددی له دغې څوګۍ ګوښه ساتل شوى او د ګیلانی او صلاح الدین د ټاکنې په اړه خبرې ډیرې تودې شوی ، چې کېداى شی د عمر د زیاتوالی او نورو لاملونو له مخې ګیلانی د سولې د عالی شورا د مشر او صلاح الدین ربانی ته په حکومت کې کومه بله څوکۍ ورکړل شی . د افغانستان دولت له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو په موخه په 1389کال کې مشورتی جرګه راوغوښتله او ددغه کال په تلې میاشت کې برهان الدین ربانی د سولې د عالی شورا رییس وټاکل شو . یاده شورا 70 تنه غړی لری، چې د برهان الدین ربانی له وژل کېدو وروسته له شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې د دغې شورا د مشر د نشتوالی له امله د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې په ټپه درېدلی دی،خو امریکا بیا له خپل لوری له وسلوالو طالبانو سره په قطر کې خبرې پیل کړې دی. د 1390 لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې ولسمشر حامد کرزی اعلان کړى و، چې د بُن له دویمې غونډې وروسته به دسولې دعالی شورا مشر اعلان کړی، خو تر اوسه دغه پروسه ځنډېدلې ده. د افغانستان لپاره د بُن دویم نړیوال کنفرانس د 85 هېوادونو او 16 نړیوالو موسسو د شاوخوا 1000 استازیو په ګډون د 1390 لمریز کال د لیندۍ په 15مه، په جرمنی کې ترسره شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.