خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/13 0:0کد خبر: 9494

فیضی : ډېر ژر به د سولې د عالی شورا مشر اعلان شی

فیضی : ډېر ژر به د سولې د عالی شورا مشر اعلان شی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د ولسمشر حامدکرزی ویاند وایی، چې د سولې د عالی شورا د مشر د ټاکنې په اړه د ولسمشر سلامشورې وروستی پړاو ته رسېدلې دی او ډیر ژر به ددغې شورا مشر وټاکل شی. د ولسمشر ویاند ایمل فیضی دغه څرګندونې د وری په 13مه له پژواک خبری اژانس سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې. د سولې د عالی شورا مشر برهان الدین ربانی د تېرکال (1390) د وږی د میاشتې په 29مه ماښام مهال د یوتن لخوا، چې ویل کیږی د طالبانو د سولې پیغام یې را وړى و، د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخانه مینه کې په خپل کور کې د ځانمرګی برید په ترڅ کې ووژل شو. دغه ځانمرګی برید کوونکی چاودېدونکی توکی په خپله پګړۍ کې ځاى پرځاى کړی و. فیضی زیاته کړه چې ولسمشر د سولې د عالی شورا د مشر د ټاکنې په اړه لازمې مشورې کړی او هیله ده ، چې ډیر ژر به په دې اړه نوى مشر وټاکل شی ، خو نوموړی د نوی مشر د نوم اخیستو په اړه څه ونه ویل . د هغه په وینا، هیله ده ددې اونۍ تر وروستیو پورې د یادې شورا نوى مشر اعلان شی . ویل کیږی ، چې د سولې د عالی شورا د مشرۍ لپاره جهادی مشر حضرت صبغت الله مجددی ، د محاذ ملی ګوند مشر پیر سید احمد ګیلانی او د برهان الدین ربانی زوى صلاح الدین ربانی کاندید دی . د سولې د عالی شورا یوه غړی محمد اسماعیل قاسمیار هم پژواک ته وویل چې ددغې شورا د مشر د ټاکنې په اړه خبرې وروستی پړاو ته رسېدلی او ددې اونۍ تر پایه به نوى مشر وټاکل شی . نوموړی که څه هم د نوی رییس د نوم په اړه معلومات ورکول له وخته مخکې وبلل ، خو د صلاح الدین ربانی د ټاکنې شونتیا یې رد نه کړه . داسې ګونګسې هم شته ، چې مجددی له دغې څوګۍ ګوښه ساتل شوى او د ګیلانی او صلاح الدین د ټاکنې په اړه خبرې ډیرې تودې شوی ، چې کېداى شی د عمر د زیاتوالی او نورو لاملونو له مخې ګیلانی د سولې د عالی شورا د مشر او صلاح الدین ربانی ته په حکومت کې کومه بله څوکۍ ورکړل شی . د افغانستان دولت له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو په موخه په 1389کال کې مشورتی جرګه راوغوښتله او ددغه کال په تلې میاشت کې برهان الدین ربانی د سولې د عالی شورا رییس وټاکل شو . یاده شورا 70 تنه غړی لری، چې د برهان الدین ربانی له وژل کېدو وروسته له شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې د دغې شورا د مشر د نشتوالی له امله د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې په ټپه درېدلی دی،خو امریکا بیا له خپل لوری له وسلوالو طالبانو سره په قطر کې خبرې پیل کړې دی. د 1390 لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې ولسمشر حامد کرزی اعلان کړى و، چې د بُن له دویمې غونډې وروسته به دسولې دعالی شورا مشر اعلان کړی، خو تر اوسه دغه پروسه ځنډېدلې ده. د افغانستان لپاره د بُن دویم نړیوال کنفرانس د 85 هېوادونو او 16 نړیوالو موسسو د شاوخوا 1000 استازیو په ګډون د 1390 لمریز کال د لیندۍ په 15مه، په جرمنی کې ترسره شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان