خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/03 0:0کد خبر: 958

په کندهار کې دوه پرله پسې چاودنې شوی

په کندهار کې دوه پرله پسې چاودنې شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د کندهار ښار د څلورمې امنیتی حوزې په سیمه کې نن سهار په پرله پسې توګه دوه چاودنې شوی دی، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا کوم تلفات نه لری. دکندهار ښار د څلورمې امنیتی حوزې امر امیرمحمد رسنیو ته وویل، چې چاودنې د ملی امنیت د کارکوونکو پر موټرشوې، خو په وینا یې، تلفات نه لری . د یو بل خبر له مخې، د کندهار د امنیې قومندانۍ مرستیال محمد شاه فاروقی وایی، چې تېره شپه د کندهار ښار د اتمې امنیتی حوزې په سیمه کې دوه ملکی وګړی د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی. دغه راز د کندهار ولایت یوه امنیتی مسؤل، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شی وویل، چې تېره شپه پنځه توغندی د کندهار په هوایی ډګر لګیدلی، خو ده یې د تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل. د دې توغندیو د توغولو مسؤلیت وسله والو طالبانو منلى دى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان