خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/03 0:0کد خبر: 959

پر جنوبی وزیریستان د امریکایی الوتکې برید

پر جنوبی وزیریستان د امریکایی الوتکې برید - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پاکستان په قبایلی سیمې جنوبی وزیریستان کې د امریکایی بې پیلوټه الوتکې برید کې 8 شکمنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته. یوه سیمه ییز چارواکی رسنیو ته ویلی، چې د یکشنبې په ورځ نږدې 11 بجې د جنوبی وزیریستان په شکتویى سیمه کې، امریکایی بې پیلوټه الوتکې یو کور په نښه کړ، چې په وینا یې برید کې 3 شکمن ترهګر مړه او 5 نور ټپیان شول. د راپورونو له مخې له تیارې څخه پر میزایل ویشتل شوى کور په پوره توګه له منځه تللى. د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر دې دمه دا په ډاګه نه ده، چې برید کې به کوم ملکی وګړى زیانمن شوى وی، که نه، خو ویل کېږی په نښه شوى کور د بیت الله محسود د ډلې یو سیمه ییز مرکز و. سرچینې زیاته کړې، چې له پېښې وروسته ځایی خلکو مړی او ټپیان نا معلوم لوری ته لېږدولی دی. د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم امریکایی بې پیلوټه الوتکې د جنوبی وزیریستان په مرکز واڼا کې ، انګور اډې ته څېرمه د ملا نذیر د ګروپ اړوند یو مرکز په نښه کړى و، چې په ترڅ کې یې 17 تنه ځایی طالبان له منځه تللی وو. د راپورونو له مخې، د پاکستان په قبایلی سیمو کې د 2009 میلادی کال په پرتله سږ کال د امریکایی بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې درې چنده زیاتوالى راغلى، چې ډیرى یې په جنوبی او شمالی وزیریستان کې تر سره شوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.