خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/22 0:0کد خبر: 9630

د نن په درېیو ځانمرګو بریدونو کې 19 تنه وژل شوی او 67 ټپیان دی

د نن په درېیو ځانمرګو بریدونو کې 19 تنه وژل شوی او 67 ټپیان دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

نن په هرات او هلمند ولایتونو کې د درېیو ځانمرګو بریدونو له امله ټولټال 19 تنه ووژل شول او 67 نور ټپیان شول. له یادو بریدونو څخه یو نن سهار د هرات د ګذرې ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د سرف ډوله موټر له لارې تر سره شو، چې په یادو بریدونو کې تر ټولو خونړى و. د هرات ولایت د حوزوی روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی، پژواک خبری اژانس ته وویل چې د ګذرې په ځانمرګی برید کې درې پولیس او 9 ملکی وګړی وژل شوی دی. دى وایی، چې په دې برید کې درې پولیس او 54 ملکی وګړی ټپیان شوی دی. هغه وایی چې د دې برید ټپیان یاد شوی روغتون ته لېږدول شوی دی. تر اوسه چا د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دى اخیستى. بل ځانمرګى برید نن له غرمې مخکې په شاوخوا 11 بجو د هلمند ولایت د موسى کلا ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ وشو. د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید عایل وایی، چې په دې برید کې یوه ځانمرګی د امنیه قوماندانۍ دروازې مخې ته خپل ځان ته چاودنه ورکړه او دوه نور بریدکوونکی د قوماندانۍ ودانۍ ته ننوتل. د سرچینې د څرګندونو له مخې، د دې ډله ییز برید په پایله کې څلور پولیس او درې واړه بریدکوونکی ووژل شول. د سرچینې د څرګندونو له مخې، په دې برید کې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان عبدالولی کوکه په ګډون څلور پولیس ټپیان شوی هم دی. د هلمند د والی ویاند داوود احمدی وایی، بل ځانمرګى برید د یو تن له خوا د موټرسایکل له لارې په همدې ولسوالۍ کې د هغو سیمه ییزو پولیسو پر موټر وشو، چې د لومړی ډله ییز برید د ځپلو په موخه د نورو پولیسو مرستې ته روان وو. احمدی وایی، چې په دې برید کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوی او څلور پولیس او دوه عام وګړی ټپیان دی. د هلمند د بریدونو مسوولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستى دى. د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی ویلی، چې په دې بریدونو کې 40 دولتی سرتېری وژل شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.