خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/02 0:0کد خبر: 9819

درې پاکستانی طالبان له 10 ټنه چاودېدونکو توکو سره ونیول شول

درې پاکستانی طالبان له 10 ټنه چاودېدونکو توکو سره ونیول شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

د ملی امنیت لوى ریاست وایی، چې درې پاکستانی طالبان او دوه افغان همکاران یې، چې د پاکستان د استخباراتی سازمان (اى. اېس. اى) په دستور یې په کابل ښار کې د ورانکارو او تروریسی بریدونو تابیا درلوده، له 10 ټنو چاودېدونکو توکو سره ونیول شول. د ملی امنیت د لوى ریاست د مطبوعاتی دفتر یوه غړی شفیق الله طاهری په نننۍ خبری غونډه کې وویل، چې دغه کسان د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی. نوموړی پاکستانی نیول شوی وګړی هر یو اصغرخان د پېښور اوسېدونکى، مجیدخان او قیمت خان د خیبر ایجنسۍ اوسېدونکی معرفی کړل او زیاته یې کړه، چې دا کسان ((د پاکستانی طالبانو د تروریستی ډلې)) غړی دی. طاهری د دغه ګروپ دوه نور افغان همکاران عبدالمقیم او جان اغا، چې د کاپیسا د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو د تروریستی ډلې قاری بریال د ګروپ غړی وو، په ډاګه کړل. د ملی امنیت د مطبوعاتی دفتر دغه غړی زیاته کړه، چې نیول شوو کسانو د پاکستان د حیات اباد سیمې، له یوه ګودام څخه لس ټنه پوتاشیم ډوله چاودېدونکی توکی په یوه هېنو موټر کې، چې د پاکستان (6880 Z- ) نمبر پلېټ یې درلود، د کچالانو تر بوریو لاندې ځاى پر ځاى او کابل ته یې راوړی وو. په هغې ویډیویی کېسټه کې، چې د ملی امنیت له خوا پژواک خبری اژانس ته رالېږل شوې، نیول شوو کسانو ویلی، چې دوى یاده اندازه چاودېدونکی توکی د پاکستان د استخباراتی سازمان “ISI” او د پاکستانی طالبانو د مهمو غړو افضل او محمدعمر او په پېښور کې د طالبانو بل قوماندان قاری بریال په دستور د ورانکارو کړنو لپاره کابل ته رالېږدولی وو. نوموړو زیاته کړې، غوښتل یې د دغو چاودېدونکو توکو پر مټ، د کابل ښار پر یوې مهمې سیمې بریدونه ترسره کړی. طاهری وایی، چې دغو کسانو مخکې هم د دغه موټر په مرسته زرګونه کېلوګرامه چاودېدونکی توکی د سمنټ تر بوریو لاندې کابل ته راوړی وو. دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو مخالفینو د وری په 27مه د کابل ښار په درېیو سیمو (شیرپور، پکتیاکوټ او د ملی شورا مخې ته) د لوګر، ننګرهار او پکتیا په ولایتونو کې ډله ییز ځانمرګی او وسلوال بریدونه ترسره کړل، چې له 18ساعتونو مقاومت وروسته په کابل کې ټول برید کوونکی د امنیتی ځواکونو له خوا ووژل شول. امنیتی مسوولین وایی، چې په دغو پېښو کې له لویه سره11 امنیتی کسان، څلور ولسی او 36 بریدکوونکی ووژل شول،41 نور امنیتی ځواکونه او 25 ملکی کسان ټپیان شول. افغان امنیتی ځواکونو او د امریکا سفارت ویلی دی، چې دغه بریدونه له پولې ها خوا د حقانی شبکې له خوا پلان شوی وو. په یوه بله هڅه کې، د ملی امنیت د لوى ریاست منسوبینو د طالبانو شپږ سرګروپان، چې په تخار کې یې د ورانکارو کړنو نیت درلود، له وسلو او مهماتو سره نیولی دی. طاهری د دغو سرګروپانو نومونه هر یو محمد ابراهیم، سیدیحیى، محمدرسول، خداى بردی، نقیب الله او ملانعیم، چې د تخار اوسېدونکی دی، معرفی کړل او ویې ویل، چې له هغوى څخه دوه بوشکه یی ماینونه، 15کیلو چادېدونکی توکی، ریموټ کنټرولونه، برقی چاودېدونکی کپسولونه، یو موټرسایکل، دوه کلاشینکوفونه او یو شمېر نور توکی، چې په یاد ولایت کې یې د ورانکارو کړنو په موخه کارول، ترلاسه کړی دی. د ملی امنیت موظفینو شپږ تنه نور هم د جعلی اسعارو په خپرولو او دودولو په کابل کې نیولی دی. طاهری په نننۍ ناسته کې وویل، چې نیول شوو کسانو د افغانۍ بې ارزښته کولو په موخه یوه اندازه زیات جعلی ډالر او کلدارې کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو ته راوړې وې، چې له 92زره ډالرو سره ونیول شول. همداراز دغو کسانو په خپلو اعترافاتو کې ویلی دی، چې دوى د جعلی پیسو په خپرولو سره یې غوښتل، چې افغانۍ بې ارزښته کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان