خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/04 0:0کد خبر: 987

افغان او ناټو ځواکونو برګمټال ولسوالی بېرته ونیوله

افغان او ناټو ځواکونو برګمټال ولسوالی بېرته ونیوله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې تېره شپه د نورستان د برګمټال ولسوالی بېرته ونیوله. وسله والو طالبانو وړمه شپه په یوولسو بجو له دوه ورځنیو نښتو وروسته دغه ولسوالی نیولې وه او حکومتی ځواکونه له ولسوالۍ وتی وو. د نورستان امنیه قوماندان جنرال قسیم پیمان رسنیو ته وویل، چې ولسوالی یې تېره شپه په یوولس نیمو بجو بېرته ونیوله. هغه زیاته کړه، چې د ملی اردو کومانډو ځواکونه ولسوالۍ ته د پراشوت له لارې پیاده شوی وو او د ناټو هوایی ځواک هم ورسره مرسته کوله. دى وایی، چې اوس ولسوالی د حکومتی ځواکونو په لاس کې ده. په ختیزو ولایتونو کې د سیلاب قول اردو د دویمې لوا ویاند جګړن شېر آقا وویل، چې د تېرې شپې په عملیاتو کې د ملی اردو د دویمې، دریمې لوا او کومانډو ځواکونو برخه اخیستې وه. هغه زیاته کړه، چې ملی او سرحدی پولیس هم په دې عملیاتو کې ګډون کړى وو. یادو شویو چارواکیو د تېرې شپې په نښته کې د دواړو لوریو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.