خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/05 0:0کد خبر: 9872

فهیم: د سولې لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو او یو څه تر لاسه کړو

فهیم: د سولې لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو او یو څه تر لاسه کړو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 6 دقیقه

د ولسمشر لومړی مرستیال له وسلوالو مخالفینو سره پر سوله ټینګار وکړ او ویې ویل ، چې د پارلمانی او نورو سیاسی نظامونو نسخې بې ثباتی له منځه نه شی وړى. د ولسمشر لومړی مرستیال محمدقسیم فهیم ، چې نن یې د سولې دعالی شورا غړیو ته ددې شورا د نوی ټاکل شوی مشر صلاح الدین ربانی د ورپېژندلو په مراسمو کې خبرې کولې ، وویل چې پخپله دى د زړه له تله ځکه سوله غواړی ، چې نور د افغانستان خلک او نړیوال د جګړې حوصله نه لری. فهیم زیاته کړه: " نه دې کسانو ته حوصله پاتې ده ، چې حکومت کوی، که حکومت دغسې وی، نو موږ له دې ډول حکومت څخه ستړی شوی یو او زه فکر نه کوم ، چې نور نو څوک دومره علاقه او شوق ولری ، چې داسې حکومت وکړی. " هغه وویل ، چې دولت د سولې د راوستو لپاره هڅې کړی او کوی یې او د سولې عالی شورا یې هم په همدې موخه جوړه کړې ده . ده وویل ، چې د سولې د راتګ لپاره باید یوڅه له لاسه ورکړو او یو څه ترلاسه کړو. فهیم زیاته کړه :"موږ باید ومنو که کوم څه له نورو سره وېشل کېدونکی دی باید هغو کسانو ته یې ورکړو،چې ناراضه دی، دا که سیاسی قدرت دى او که هرڅه دی او هغوى یې هم باید ومنی او راشی، له تېریو او د بېګانه وو په لاس له استعمال کېدو خلاص شی او د خلکو د بریالیتوب او نجات، پرمختګ او عزت لپاره له دې هېواد سره یوځاى شی او کار وکړی. " هغه وایی : " تاسې پوهېږئ چې که له چا وغواړو، چې ته راشه، زما عسکر او زما نوکر شه ، ترڅو دې هېواد ته سوله راشی، نو زه په دې باور نه لرم او هېڅ امکان نه لری، چې دې هېواد ته سوله راشی. " خو ده ټینګار وکړ ، چې په سوله کې باید د افغانستان د خلکو غوښتنې او په تېرو لسو کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې او ارزښتونه هم خوندی شی. هغه وویل: "داسې سوله چې د افغانستان د خلکو غوښتنې، هغه ارزښتونه چې په دې لسو کلونو کې د ځوانانو په اصطلاح ډیموکراتیک ارزښتونه رامنځته شوی، ترپښو لاندې نه شی، ددې په قیمت نه، د بل چا د نابودولو په قیمت نه، د بلې ډلې د نابودولو په قیمت نه.که موږ یوه ډله وځپو او بله قدرت ته راولو په دې توګه سوله نه راځی، دا موږ تجربه کړې ده. " ده وویل،چې داسې سوله راشی، چې له سولې سره د یوځاى کېدونکیو کسانو عزت او ارزښت هم خوندی شی. فهیم وویل چې طالبان هم باید ځان د سولې شرایطو ته تیار کړی، د افغانستان قوانین او ترلاسه شوی ارزښتونه او د افغانستان د خلکو اراده او نظام ومنی. ده زیاته کړه:" که هغوى دا ومنل او موږ هغوى په خپلو غېږو کې ونیول، نو په هغه صورت کې زه ډاډمن یم ، چې سوله او ثبات راځی." دده په وینا ، د افغانانو ترمنځ دا روحیه ورځ تربلې پیاوړې کېږی، چې خپل وطن پخپله جوړ کړی. فهیم وایی، تر هغه چې د افغانستان خلک خپل نظام په خپله جوړ نه کړی، هېڅوک هم پر افغانانو څه نشی تحمیل کولى او که یې کولاى شول، نو د شوروی ملاتړ لرونکی د خلق دیموکراتیک ګوند به تحمیل کړی و. د ولسمشر لومړی مرستیال په نننۍ ناسته کې دا هم وویل چې د افغانستان د نظام د ډول لپاره د نسخو وړاندې کول ستونزه نه شی حل کولاى . فهیم زیاته کړه: "دا نسخې له دې پرته چې موږ د بربادۍ پر لور بوځی او دا مو تجربه کړه، هرچا ویل چې زه یم نور یې په نظر کې ونه نیول. زما نظر ښه دى او د بل نظر یې له پامه وغورځاوه، افغانستان دې بدبختۍ ته ورسېده. " دا په داسې حال کې ده، چې وړمه د متحدې ملی جبهې غړیو ( احمد ضیا مسعود، محمدمحقق او جنرال دوستم ) د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس له غړیو سره په کابل کې تر یوې ناستې وروسته ګډه اعلامیه خپره کړه . په دې اعلامیه کې راغلی و، چې د افغانستان پارلمانی نظام دافغانستان د ستونزې د حل لاره ده . فهیم له دې ناستې او اعلامیې څخه یادونه ونه کړه، خو ویې ویل چې په افغانستان کې د پارلمانی، صدارتی او یا فدرالی نظام هغه مهال منځته راتلاى شی ، چې خلک ورته برابر وی. خلک ډاډمن شی کار ته لاړ شی او ارامی ترلاسه کړی. د فهیم په وینا ، په هېواد کې سیاسی غوښتنې دومره ډېرې شوې دی، چې خلک یې د ناامیدۍ پرلور بیولی دی. دده په وینا، سیاسی پروګرامونه هغه مهال په افغانستان کې پلی کېدونکی دی، چې خلک د خپل نظام او راتلونکی په اړه ډاډمن شی. د افغانستان د سولې د عالی شورا نوی ټاکل شوی مشر صلاح الدین ربانی په خپله لومړۍ وینا کې وویل، چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره به ټولې هڅې وکړی. هغه د سولې د پروسې په برخه کې د نورو هېوادونو له مرستې او همکارۍ مننه وکړه او د هېواد له دینې مشرانویې وغوښتل ، چې د ملی او دینی فریضې په توګه په افغانستان کې دسولې لپاره هڅې او همکاری وکړی. ربانی وویل ، چې د هېواد د خپلواکۍ یواځینۍ لاره سوله او پر ځان بسیا کېدل دی او د جګړې دوام په دې هېواد کې د بهرنیانو حضور ته لار هواره کړې ده. د سولې د عالی شورا د پخوانی مشر استاد برهان الدین ربانی زوى صلاح الدین ربانی، د وری په 26 مه د ولسمشر حامد کرزی له خوا د دې شورا مشر وټاکل شو. د سولې د عالی شورا مشر برهان الدین ربانی د تیر کال په وږی میاشت کې د کابل ښار په وزیر محمداکبرخان مینه کې په خپل کور کې د ځانمرګی برید په ترڅ کې ووژل شو. په نننۍ غونډه کې د سولې د عالی شورا، ملی شورا او د کابینې یو شمیر غړیو هم برخه لرله. په ولسی جرګه کې د کابل استازی عبدالرب الرسول سیاف هم له مخالفینو سره په سولې ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې سوله هغه مهال امکان لری، چې دولت د جګړې پوره توان هم ولری. ده زیاته کړه:((مخالفینو ته باید وویل شی، چې خداى شاهد دى موږ سوله غواړو او باید پوه شئ ، چې موږ کمزوری شوی نه یو.))
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.