خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/06 0:0کد خبر: 9883

یوولس پاکستانی او عرب وسلوال ووژل شول

یوولس پاکستانی او عرب وسلوال ووژل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

امنیتی چارواکی وایی، چې د غزنی په قرباغ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې 11 پاکستانی او عرب وسلوال وژل شوی او د حقانی شبکې دوو قوماندانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د 203 تندر قول اردو د درېیمې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفادار د غویی په 6مه د پورتنی مطلب په څرګندولو سره پژواک اژانس ته وویل، چې ټپی قوماندان قاری نصرت نومېږی او د ایساف ځواکونو له ځان سره وړى دى. نوموړی زیاته کړه، چې په دغې پېښه له یادو وسلوالو یو موټرسایکل او یو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلی دی. د وفادار په خبره، دوى د یادو وسلوالو پر ضد په قرباغ ولسوالۍ کې عملیات پیل کړی وو، چې اوس هم دوام لری. د سیمې اوسېدونکی سیف الله هم د یادې پېښې پخلى وکړ او زیاته یې کړه، چې تېره شپه له دوى سره نږدې پر یو کور هوایی برید وشو. د ده په خبره، سهار مهال خبر شول چې په یاد کور کې یوولس پاکستانی او عرب وسلوال وژل شوی دی. په کابل کې د ایساف ځواکونو له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، ګډو ځواکونو تېره شپه د غزنی په قره باغ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال یو شمېر شکمن وسلوال نیولی دی. د یو بل خبر له مخې، د ایساف ځواکونو خپره شوې خبرپاڼه وایی، چې تېره شپه افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د حقانی شبکې یو قوماندان وژلى دى. د سرچینې په وینا، وژل شوى قوماندان نعمت نومېږی چې د عملیاتو پر مهال یې په ګډو ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتی ځواکونو په ځوابی برید کې ووژل شو. په خبرپاڼه کې راغلی، چې په عملیاتو کې د قوماندان نعمت یو شمېر ملګری هم ګډو ځواکونو نیولی دی. خو وسلوالو طالبانو د یادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دی ویلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.