خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/08 0:0کد خبر: 9915

د اسامه بن لادن دکورنۍ غړی سعودی ته ولېږل شول

د اسامه بن لادن دکورنۍ غړی سعودی ته ولېږل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

پاکستانی چارواکی وایی، چې د اسامه بن لادن دکورنۍ غړی یې خپل هېواد سعودی عربستان ته لېږلی دی. امریکایی ځواکونو د تېر لمریز کال د غویی په میاشت کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ایبټ اباد ښار کې عملیات ترسره کړل او د القاعدې مشر اسامه بن لادن یې وواژه. وروسته امریکایی ځواکونو وویل، چې د هغه مړى یې په سمندر کې غورځولى دى. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په اسلام اباد کې، څه وخت مخکې خبریالانو ته ویلی و، چې د اسامه د مېرمنو پر ضد د پاکستان د قانون له مخې ، دوسیه پرانېستل شوې او دوى درې ورځې مخکې اسلام اباد ته راوستل شوی دی. د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته،د هغه درې مېرمنې او یوولس ماشومان پاکستانیو چارواکو په نامعلوم ځاى کې ساتلی وو؛ خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یې په اړه معلومات نه ورکول. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوې باوری سرچینې د غویی په 8 مه پژواک اژانس ته وویل، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوری له محکمې وروسته تېره شپه ناوخته شاوخوا 12 بجې د القاعده ډلې پخوانی مشر اسامه بن لادن د کورنۍ غړی یې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه سعودی ته ولېږل. د سرچینې په وینا، د اسامه بن لادن کورنۍ مخکې له تلو څخه په اسلام اباد کې زندانی وه. له پاکستان څخه تللې په دغه کورنۍ کې د اسامه بن لادن یوه یمنۍ او دوه سعودۍ کونډې ښځې او یوولس اولادونه یې شامل وو، چې تېره شپه د بې نظیر بوټو نړیوال هوایی ډګر څخه د سعودی عربستان په یوه خصوصی الوتکه کې لاړل. ویل کېږی، چې د اسامه کورنۍ به لومړى سعودی ته ځی او بیا به د هغه یوه یمنۍ کونډه او د هغې دوه اولادونه یمن ته ولېږدول شی. د یادونې ده، چې د روانې اپرېل میاشتې په دویمه په اسلام اباد کې یوې ځایی محکمې د اسامه بن لادن دکورنۍ غړی په پاکستان کې په ناقانونه توګه د اوسېدو په جرم د 45 ورځو بند په سزا محکوم کړی وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.