بېرته
د اسامه بن لادن دکورنۍ غړی سعودی ته ولېږل شول
د خپرېدو نېټه: 1391/02/08 0:0د خبر شمېره: 9915سرچینه: ایرکا خبری آژانس

پاکستانی چارواکی وایی، چې د اسامه بن لادن دکورنۍ غړی یې خپل هېواد سعودی عربستان ته لېږلی دی.
امریکایی ځواکونو د تېر لمریز کال د غویی په میاشت کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ایبټ اباد ښار کې عملیات ترسره کړل او د القاعدې مشر اسامه بن لادن یې وواژه.
وروسته امریکایی ځواکونو وویل، چې د هغه مړى یې په سمندر کې غورځولى دى.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په اسلام اباد کې، څه وخت مخکې خبریالانو ته ویلی و، چې د اسامه د مېرمنو پر ضد د پاکستان د قانون له مخې ، دوسیه پرانېستل شوې او دوى درې ورځې مخکې اسلام اباد ته راوستل شوی دی.
د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته،د هغه درې مېرمنې او یوولس ماشومان پاکستانیو چارواکو په نامعلوم ځاى کې ساتلی وو؛ خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یې په اړه معلومات نه ورکول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوې باوری سرچینې د غویی په 8 مه پژواک اژانس ته وویل، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوری له محکمې وروسته تېره شپه ناوخته شاوخوا 12 بجې د القاعده ډلې پخوانی مشر اسامه بن لادن د کورنۍ غړی یې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه سعودی ته ولېږل.
د سرچینې په وینا، د اسامه بن لادن کورنۍ مخکې له تلو څخه په اسلام اباد کې زندانی وه.
له پاکستان څخه تللې په دغه کورنۍ کې د اسامه بن لادن یوه یمنۍ او دوه سعودۍ کونډې ښځې او یوولس اولادونه یې شامل وو، چې تېره شپه د بې نظیر بوټو نړیوال هوایی ډګر څخه د سعودی عربستان په یوه خصوصی الوتکه کې لاړل.
ویل کېږی، چې د اسامه کورنۍ به لومړى سعودی ته ځی او بیا به د هغه یوه یمنۍ کونډه او د هغې دوه اولادونه یمن ته ولېږدول شی.
د یادونې ده، چې د روانې اپرېل میاشتې په دویمه په اسلام اباد کې یوې ځایی محکمې د اسامه بن لادن دکورنۍ غړی په پاکستان کې په ناقانونه توګه د اوسېدو په جرم د 45 ورځو بند په سزا محکوم کړی وو.