خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/11 0:0کد خبر: 9973

وکیلان: لودین باید د خپلو خبرو سپیناوى وکړی

وکیلان: لودین باید د خپلو خبرو سپیناوى وکړی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د ولسی جرګې ځینې غړی وایی، له اداری فساد سره د مبارزې ادارې مشر باید د هغو خبرو سپیناوى وکړی، چې ویلی یې دی، ولسی جرګې په اداری فساد کې ښکېلو وزیرانو ته رایه ورکړې ده. له اداری فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزیزالله لودین د وری په 29مه، د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې ویلی و، سره له دې چې ولسی جرګې ته یې په اداری فساد کې د ښکېلو کاندید وزیرانو په اړه معلومات ورکړی و؛ خو جرګې ورته رایه ورکړه او اوس د وزیرانو په توګه کار کوی. ده هغه مهال په دې اړه د کوم وزیر نوم نه و اخیستى، خو څو ورځې مخکې یې د کابل پوهنتون له استادانو سره په ناسته کې وویل، چې د انرژی او اوبو وزیر محمداسماعیل په اداری فساد کې لاس لری. لودین ونه ویل چې اسماعیل خان څومره پیسې په ناقانونه ډول ترلاسه کړې دی، خو هغه مخکې د مشرانو جر ګې په غونډه کې ویلی و، چې ولسی جرګې یو داسې وزیر ته هم رایه ورکړې چې 70 میلیون ډالره اختلاس یې کړى دى. د لودین یادو څرګندونو د ولسی جرګې د ګڼ شمېر غړو غوسه راپارولې ده. په ولسی جرګه کې د غزنی استازی محمدعارف رحمانی، نن د دې جرګې په عمومی غونډه کې وویل، چې لودین په مشرانو جرګې کې په یادو څرګندونو سره ولسی جرګې ته سپکاوى کړى دى. هغه وایی، چې لودین باید جرګې ته وغوښتل شی او په دې اړه د جرګې غړو ته توضیحات ورکړی. په یاده جرګه کې د کابل استازې نظیفه ذکی هم د لودین د څرګندونو په اړه وایی: "دغه شان غیر مسوولانه څرګندونې د وکیلانو حیثیت ته تاوان رسوی." هغې ټینګار کاوه، چې د لودین د څرګندونو په اړه باید ولسی جرګه جدی پلټنې وکړی. په یاده جرګه کې د کابل استازی عبیدالله کلیمزی هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې لودین باید جرګې ته د خپلو څرګندونو سپیناوى وکړی. خو هغه زیاته کړه: "که لودین واقعاً په دې برخه کې موږ ته مکتوب لېږلى وی او موږ پرې اجراات نه وی کړی، بیا نو ستونزه په موږ کې ده." خو د ولسی جرګې منشی عبدالستار خواصی د کلیمزی په ځواب کې وویل، چې جرګې ته لودین په دې پرخه کې کوم مکتوب نه دى استولى. د ولسی جرګې یو شمېر نورو غړو، نن او په تېرو څو ورځو کې ورته څرګندونې درلودې او له اداری پلاوی څخه یې غوښتنه کوله، چې لودین باید جرګې ته وغوښتل شی. د ولسی جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاری، چې نننۍ غونډه یې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وویل چې سبا به د ولسی جرګې د رییسانو په کمېټه کې جرګې ته د لودین د غوښتلو په اړه بحث وکړی. د ولسی جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې، د یادې جرګې د یوې اونۍ اجنډا د اداری پلاوی او اتلس ګونو کمېسیونو د مشرانو په غونډه کې جوړېږی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان