خبري کټګورۍ

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتی وسله وال سخت وځپل شول

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتی وسله وال سخت وځپل شول

د افغانستان دفاع وزارت وایی، پاکستان د افغانستان د ناامنۍ لپاره د وسله والو ډلو ملاتړ او هڅونه کوی او په دې لړ کې یې د نورستان د کامدېش پر لور څو ډلې رااستولې وې چې 28 کسان یې وژل شوی او 32 نور نیول شوی دی؛ دغه وزارت له هغو کسانو چې له دغو ډلو سره یوځای شوی، غوښتی چې له افغان ځواکونو سره اړیکه ونیسی او تسلیم شی.

مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شی

مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شی

د ا.ا ویاند وایی، پر کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو د پاکستان پوځی رژیم د تېرې شپې بریدونو کې څلور ملکی وګړی شهیدان شوی دی؛ د هغه په وینا، دا ډول «بې احتیاطه او کرکجن اقدامات» د افغان ملت غوسه پاروی او د پاکستانی نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولری.

افغانستان او ایران د صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دی

افغانستان او ایران د صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی چې د دې خونې عمومی رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلی او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالی او اقتصادی همکاریو په اړه خبرې کړې دی.

ایران افغانستان ته د 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو چمتووالی ښودلی

ایران افغانستان ته د 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو چمتووالی ښودلی

د افغانستان د امارتی شرکتونو عمومی رئیس د ایران د انرژۍ له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا، څښاک اوبو او د فاضله اوبو د تصفیې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړی او د ایران د انرژۍ وزیر افغانستان ته تر 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی دی.

ترمذ کې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانیستل شو

ترمذ کې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی چې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډون د اوزبکستان په ترمذ ښار کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې پرانیستل شو.

جمال: اکټوبر کې د یوې نړۍوالۍ غونډې څنډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کېږی

جمال: اکټوبر کې د یوې نړۍوالۍ غونډې څنډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کېږی

د کډوالو په چارو کې د م.م عالی کمېشنر وایی، له ایران سره د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په کابل کې پر درې اړخیزې ناستې سلا شوې او ټاکل شوې په اکټوبر کې په سویس کې هم د یوې نړۍوالې غونډې څنډه کې د افغان کډوالو د ستونزو او جبری ایستنې په اړه خبرې وشی.

محمد محقق: د هزاره او او شیعیانو ځپل د طالبانو د «ناکامۍ او بېوسۍ» نښه ده

محمد محقق: د هزاره او او شیعیانو ځپل د طالبانو د «ناکامۍ او بېوسۍ» نښه ده

محمد محقق، د افغانستان د اسلامی وحدت ګوند مشر، په یوه اعلامیه کې د هزاره ټولنې او شیعیانو په وړاندې د طالبانو د کړنو په کلکه نیوکه کړې او د دې ډلې کړنې یې د «طالبانو د استبدادی رژیم د ناکامۍ او بېوسۍ» نښه بللې او ویلی یې دی چې قومی او مذهبی تبعیض ته لمن وهل، نه د طالبانو د ځواک نښه ده او نه هم کولای شی د دې ډلې حکومت دوام ته مرسته وکړی.