خبري کټګورۍ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته وویل: ټولګډونه حکومت جوړ کړئ او خپلو غیر اسلامی چلندونو ته د پای ټکی کیږدئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته وویل: ټولګډونه حکومت جوړ کړئ او خپلو غیر اسلامی چلندونو ته د پای ټکی کیږدئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار، سه شنبه د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د اسلامی همکاریو سازمان د اړیکو ډلې ته په خطاب کې له طالبانو وغوښتل چې ټول ګډ حکومت جوړ کړی او د ښځو او نجونو د حقوقو نقض، چې د اسلامی اصولو او د مسلمانانو د ټولنو له نورمونو سره مخالف دی، ودروی.

هغه چی د مکې پرده یې اپستین ته ډالۍ کړې، مکه په نښه کوی

هغه چی د مکې پرده یې اپستین ته ډالۍ کړې، مکه په نښه کوی

د یمن د عالی سیاسی شورا مشر، په مکې شریف باندې د برید په هکله د سعودی ادعا بې بنیاده وبلله او وویل: هغه کس چی د مکې شریف پرده یې د ډالۍ په توګه جنایتکار اپستین ته ورکړ، همهغه دی چی په مکه او اسلامی مقدساتو برید کوی.

زلنسکی: اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د متقابلو بریدونو درولو ته چمتو دی

زلنسکی: اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د متقابلو بریدونو درولو ته چمتو دی

د اوکراین ولسمشر وایی، هېواد یې د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو درولو په تړاو هوکړې ته چمتو دی، په دې شرط چې د کی یف شریکان ډاډ ورکړی چې روسیه به هم د اوکراین د انرژۍ مرکزونه، نور بنسټیز تاسیسات او د خوراکی توکو د لېږد لارې نه په نښه کوی.

پاکستان کې طبی تحصیلی مرکزونو ته د افغانستان محصلینو د ایستلو سپارښتنه شوې ده

پاکستان کې طبی تحصیلی مرکزونو ته د افغانستان محصلینو د ایستلو سپارښتنه شوې ده

د راپورونو له مخې، د پاکستان طبی او ستوماتولوژی شورا د دغه هېواد طبی پوهنتونونو او کالجونو ته سپارښتنه کړې چې په دغو مرکزونو کې پر زده کړو بوخت افغان محصلینو ته د بېرته ستنېدو اسانتیا برابره کړی او نوی افغان محصلین دې نه منی.

د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان او تاجکستان پولې ته پوځی تجهیزات لېږی

د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان او تاجکستان پولې ته پوځی تجهیزات لېږی

د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمنشی وایی، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا لپاره د اړتیا وړ وسلو او پوځی تجهیزاتو نوملړ وروستی شوی او ټاکل شوې چې لومړنۍ جوپه یې د روان کال په منی کې تاجکستان ته وسپارل شی.

چین د ایران پر وړاندې د امریکا د فشار په غبرګون کې: له یو اړخیزو غیرقانونی بندیزونو سره مخالف یو

چین د ایران پر وړاندې د امریکا د فشار په غبرګون کې: له یو اړخیزو غیرقانونی بندیزونو سره مخالف یو

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان، پر ایران د اقتصادی فشارونو په برخه کې د امریکا د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې له بیجینګ څخه یې د ګډون غوښتنه کړې، ویلی چې چین له هغو غیرقانونی یو اړخیزو بندیزونو سره مخالف دی چې په نړیوالو قوانینو کې بنسټ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اجازه ونه لری.