بېرته
ولسمشر کرزی او بارک اوباما ستراتیژیک سند لاسلیک کړ
د خپرېدو نېټه: 1391/02/13 0:0د خبر شمېره: 10006سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان او دامریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشرانو د شپې ناوخته په ارګ کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک سند لاسلیک کړ.
په دې مراسمو کې چې دولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کې ترسره شو، په افغانستان کې دامریکا سفیر ریان کراکر، د ایساف ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان الن، دافغانستان د ملی امنیت رییس رحمت الله نبیل، د ملی امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او ددواړو لوریو څخه لوړ پوړو دولتی چارواکیو ګډون کړی وو.
د ستراتیژیک سند دلاسلیک کولو مراسمو ته ولسمشر حامد کرزی او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شپې په څه کم دولسو بجو راغلل او دواړو په داسې چوکیو کښیناستل چې تر شا یې ددواړو هېوادونو بیرغونه درول شوی وو.
ولسمشر حامد کرزی لومړۍ په پښتو او دری ژبو خبرې وکړې او بیا ورپسې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما مختصرې خبرې وکړې او له دې وروستو دواړو ولسمشرانو دکابل په وخت په شاوخوا دولسو بجو ستراتیژیک سند لاسلیک کړ.
حامد کرزی پخپلو خبرو کې وویل ولسمشر بارک اوباما ته ښه راغلاست وویل او له هغه څخه یې مننه وکړه، چې یو ځل بیا یې افغانستان ته سفر وکړ.
هغه زیاته کړه : ((د دې سند لاسلیک سره به د پخوانیو لسو کلونو فصل تړل کېږی او د مساوی اړیکو نوی فصل پرانستل کېږی، د دې سند په امضا سره، موږ د دوو مستقلو او حاکمیت لرونکو هېوادونو په توګه دوستانه، ټینګ ، پر متقابل احترام او متقابلو تعهداتو ولاړ اړیکې پیلوو. ))
ولسمشر وویل چې پر دې سند لاسلیک ته لاره وروسته له هغه هواره شوه، چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د بګرام زندان د چارو سپارلو او دشپنیو عملیاتو افغانی کولو په اړه دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
حامد کرزی وویل چې د اوږودمهاله ستراتیژیکو همکاریو پر سند لاسلیک کول دهېڅ یوه هېواد لپاره ګواښ نه دى بلکې دغه کار به دسیمې د پرمختګ او هوساینې لپاره ګټور ثابت شی .
هغه زیاته کړه چې دافغانستان خلک په تېرو دریو لسیزو کې له ډېرو ستونزو او غمونو سره مخامخ شوی دی ، خو د سولې او امنیت لپاره دافغانانو قربانۍ تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.
ولسمشر حامد کرزی هیله څرګنده کړه، چې دې سند سره په هېواد کې، سیمه او نړۍ کې سوله او ثبات ټینګ او دافغانانو د خیر او فلاح لامل شی .
هغه وویل چې راتلونکی کلونو افغانانولپاره ډېر مهم دی، افغانان ژمن دی چې د امنیت دلېږد پروسه له 2014 کال څخه دمخه پاى ته ورسېږی.
نوموړی زیاته کړه چې د امنیت د چارو له سنبالولو وروسته به بهرنیو ځواکونو ته له هېواد څخه د بېرته تګ زمینه برابره شی او له نړیوالې ټولنې سره به په نویو طریقو د اړیکو او همکاریو پروګرامونه ترتیب کړو.
ولسمشر دامریکا له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه چې په تېرو کلونو کې یې له افغانستان څخه مرستې کړې دی. دغه راز نوموړی د امریکا له سفیر ریان کراکر او د ناټو قوماندان جنرال جان الن څخه هم مننه وکړه، چې ددې سند په تیارولو کې یې هلې ځلې کړې دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پخپلو خبرو کې ددواړو هېوادونو له هغو پلاوو څخه مننه وکړه، چې ددې سند لاسلیک ته په تیارولو کې یې هلې ځلې کړې دی.
هغه د اوږودمهالو ستراتیژیکو همکاریو پر سند لاسلیک ددواړو هېوادونو او ولسونو لپاره تاریخی کار وباله .
بارک اوباما زیاته کړه : (( زموږ ددواړو هېوادونو ولسونه په تېرو لسو کلونو کې ډېرې قربانۍ ورکړې دی، له دې وروسته موږ د روانې جګړې اوږودولو طرفدار نه یو، او په ګډو هڅو سره به دغه جګړه پاى ته رسوو. ))
بارک اوباما پخپله څلور کلنه دوره کې درې ځلې افغانستان ته راغلى دى، خو نوموړى دا ځل دوه کاله وروسته کابل ته راغلى دى اوپاما په وروستی ځل په مارچ 2010 کال کې افغانستان ته راغلى و.
نوموړى په داسې حال کې افغانستان ته راغلى، چې یوه کال وړاندې په همدې شېبو کې ځانګړیو امریکایی ځواکونو د القاعدې مشر اسامه بن لادن دپاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژلو.
ټاکل شوې ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د واشنګټن په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو له افغانستان څخه خپل ولس ته تاریخی وینا وکړی.
پر دې سند ددواړو هېوادونو پلاوو 18 میاشتې کار کړى دى، ټاکل شوې وه، چې ستراتیژیک سند اته میاشتې لاسلیک شوی واى، خو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر ځینو مهمو موضوعاتو د اختلاف له امله دغه کار ځنډېدلى و.
په دې وروستیو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د بګرام د زندان افغانانو ته دلېږدولو او د شپنیو عملیاتو افغانی کولو په اړه هوکړه لیکونه لاسلیک شول، چې دغه کار ستراتیژیک سند ته هم لاره هواره کړه.