بېرته
کارپوهان: امریکا په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره هېڅ ستراتیژی نه لری
د خپرېدو نېټه: 1391/02/16 0:0د خبر شمېره: 10047سرچینه: ایرکا خبری آژانس

یو شمېر پوځی کارپوهان د اوباما وروستۍ څرګندونې یو ډول ټاکنیز کمپاین بولی او وایی چې د القاعدې شبکه نه ده کمزورې شوې او امریکا هم په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره هېڅ ستراتیژی نه لری.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وروسته له هغه چې د غویی په 13مه شپه یې له ولسمشر کرزی سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، د بېرته ستنېدو پر مهال یې د بګرام په هوایی ډګر کې د ټلویزیون له لارې خپلو خلکو ته وینا وکړه او د امریکا موخه یې د القاعدې شبکې له منځه وړل وبلل.
هغه چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو د کالیزې په مناسبت یې خبرې کولې، زیاته کړه چې امریکا له القاعدې سره په مبارزه کې تر ډېره بریده بریالۍ ده او د القاعدې شبکه به ډېره ژر له منځه یوړل شی.
اوباما زیاته کړه: "تر 2014 کال پورې ټولې امنیتی چارې افغان امنیتی ځواکونو ته سپارل کېږی او له هغه وروسته عملیات د افغانانو په مشرۍ ترسره کېږی او کومه جګړه چې موږ په افغانستان کې پیل کړې ده، غواړو نوره یې پاى ته ورسوو."
خو یو شمېر افغان پوځی کارپوهان دومره ژر په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسول له امکان نه لرې او د اوباما څرګندونې د ټاکنیزې مبارزې یوه برخه بولی.
د پوځی چارو پوه نورالحق علومی د بارک اوباما څرګندونې ټاکنیز کمپاین وباله او ویې ویل، چې اوباما په خپل انتخاباتی کمپاین کې غواړی، چې په دا رنګه خبرو عامه ذهنیت بلې خواته واړوی، چې ګواکې القاعده له منځه تللې ده.
هغه پژواک خبری اژانس ته وویل، چې القاعده یواځې یوه شبکه نه ده، چې مرکز یې په پاکستان کې وی او د اسامه بن لادن په وژل کېدو سره له منځه ولاړه شی، بلکې القاعده یوه نړیواله شبکه ده او په هر هېواد کې خپلواکې ادارې لری او که چېرې یواځې اسامه له منځه تللى، د القاعدې په نوم رهبری موجوده ده او اوس هم قدرت او ځواک لری.
اسامه د 1390 کال د غویی په 13مه شپه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو او د هغه پر ځاى د القاعده دویمه شمېره کس ایمن الظواهری د دې شبکې د مشر په توګه وټاکل شو.
علومی، چې د ولسی جرګې پخوانى غړى دى، وایی: "د اسامه په وژل کېدو سره کېداى شی د القاعدې ځینې شبکې ګډې وډې شوې وی، خو داسې کوم څه چې وښیی د القاعدې شبکه د له منځه تلو په حال کې ده، نشته."
نوموړى، چې اوسمهال د ملی ایتلاف د مشرتابه د شورا (د حکومت اپوزېسیون) مهم غړى دى، په دې اند دى، چې په پاکستان کې د ټولو ترهګریزو شبکو مشری د آى اېس آى پر غاړه او د پاکستان استخباراتی شبکه پر خپل حال پاتې ده.
نوموړی زیاته کړه: "هرې موخې ته رسېدل ځانګړې کاری ستراتیژۍ او پروګرام ته اړتیا لری، خو امریکا تر اوسه داسې کوم ځانګړى پروګرام نه دى وړاندې کړى، چې په سیمه او نړۍ کې ترهګری په څه ډول له منځه وړی."
علومی وویل، چې په تېرو لسو کلونو کې، چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه روانه ده، ګټوره نه وه او د القاعدې پر فعالیتونو یې هېڅ ډول اغېزه نه دى کړى او دا له امکانه لرې ده، چې اوباما ژمنه کوی، چې د افغانستان جګړه په دوو کلونو کې پاى ته رسوی.
دغه کارپوه ټینګار وکړ، که چېرې امریکا د ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره ځانګړې ستراتیژی ولری، که چېرې ونه شی کړاى په نړۍ کې د ترهګرۍ ټغر ټول کړی، لږ تر لږه خو کولى شی په افغانستان او سیمه کې ترهګری له منځه یوسی.
د پوځی چارو بل شنونکی شهنواز تڼی هم د اوباما څرګندونې د هغه د انتخاباتی کمپاین یوه برخه وبلله او ویې ویل، چې اوباما په دغو خبرو سره غواړی د ځان لپاره د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د کمپاین لپاره یو څه لاسته راوړنې ولری.
نوموړى، چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د دفاع وزیر و، په دې اند دى، چې القاعده اوس هم د امریکا د ځانګړې کړنلارې د نشتوالی له امله په قدرت کې ده.
تڼى، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو لپاره نوماند هم و، وویل: "د امریکا د کړنلارو په پام کې نیولو سره، هېڅ امکان نه لری، چې په دوو راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسېږی او امریکا دې وکړاى شی، چې القاعده له منځه یوسی."
خو نوموړى زیاتوی، چې که چېرې د سیاسی پروسې له لارې د سولې په برخه کې پرمختګ وشی، د هېواد امنیتی وضعیت به تر 2014 کال پورې ښه والى پیدا کړی.
یو شمېر نور بیا په دې اند دی، چې که چېرې القاعده کمزورې شوې وی، نو ولې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه مخ په زیاتېدو دی؟
د پوځی چارو بل کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت بیا وایی، چې اوس هم له پولې ها خوا د القاعدې اډې او د تمویل مرکزونه پر خپل ځاى دی او امریکا ورته هېڅ ډول پام نه دى کړى، چې دا په خپله د دې ښکارندوى دى، چې امریکا د القاعدې د له منځه وړلو لپاره پالیسی نه لری.
جنرال طاقت زیاته کړه: "د هرې ورځې په تېرېدو سره په سیمه کې د القاعدې د جګړې څرنګوالى بدلون مومی او په نویو تاکتیکونو سره ترهګریز بریدونه ترسره کوی."
هغه زیاته کړه، چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې په همکارۍ د طالبانو بریدونه زیات شوی او که چېرې القاعده د اسامه په وژل کېدو سره له منځه تللی وی، نو په افغانستان کې دا چاودنې او بریدونه د چا له خوا ترسره کېږی؟