بېرته
په 2014 کال کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو عملیات پای ته رسېږی
په 2014 کال کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو عملیات پای ته رسېږی
د خپرېدو نېټه: 1391/03/03 11:57د خبر شمېره: 10278سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو پوځیانو ویاند اعلان وکړ چې په دې هېواد کې به د 21014 میلادی کال تر پای پورې د طالبانو پرضد د بهرنیو پوځیانو عملیات ختم شی.
د فرانسې خبری آژانس د رپوټ له مخې جنرال کارسټن جاکوبسن نن وویل چې بهرنی پوځیان به د 2014 میلادی کال تر پاله پورې او افغان ځواکونو ته ددې هېواد د امنیت د سپارلو تر بشپړیدو پورې پاتې شی.
جاکوبسن زیاته کړه، سره له دې چې د افغانستان ملی اردو ځواکونه په دې هېواد کې د پوځی عملیاتو مسوولیت پرغاړه لری خو بهرنی پوځیان هم د 2014 میلادی کال تر پای پورې په دې عملیاتو کې ونډه اخلی.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان موضوع، په شیکاګو کې د ناټو د غونډې د خبرو اترو چورلیز و او په دې غونډه کې د 2014 میلادی کال تر پای پورې افغان ځواکونو ته د امنیت د بشپړ سپارلو په اړه پریکړه وشوه.
په افغانستان کې د ناټو ملکی ویاند، ډومنیک مډلی هم د جاکوبسن د څرګندونو په تایید سره وویل چې د افغانستان امنیتی چارې به ورو ورو ددې هېواد پوځ ته وسپارل شی.