حامد کرزی نن د یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه چین ته روان شو. د جمهوری ریاست د مطبوعاتی څانګې له لورې رسنیو ته په استول شوې یوه خبرپاڼه کې راځی چې کرزی به په خپل سفر کې د شانګهای سازمان د دولسمې سرمشریزې غونډې په څنډه کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران له جمهورو رئیسانو سره وګوری، له دوی سره به د اړیکو پر پراختیا او په سیمه کې د سولې او ثبات په اړه خبرې اترې وکړی. خبرپاڼه وایی دغه راز په پام کې ده چې افغان ولسمشر به د شانګهای سازمان له سرمشریزې مخکې د چین د بهرنیو چارو په پوهنتون کې ددغه پوهنتون محصلینو او استادانو ته وینا وکړی. خبرپاڼه زیاتوی همدا راز حامد کرزی به د چین له جمهور رییس سره د افغانستان او چین تر منځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو ګډه اعلامیه او ددغه هیواد د هوبی ایالت او افغانستان تر منځ د زراعتی همکاریو موافقتنامه لاسلیک کړی. خبر پاڼه په پای کې لیکی افغان ولسمشر سره به په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول د ملی امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د کانونو وزیر وحیدالله شهرانی، د کرنې او مالدارۍ وزیر محمد آصف رحیمی، د جمهوری ریاست د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم او د ښاغلی کرزی ویاند ایمل فیضی ملګری وی.