بېرته
په افغانستان کښې آمنیت ، د ایران د بهرنې سیاست لومړیتوب دی
په افغانستان کښې آمنیت ، د ایران د بهرنې سیاست لومړیتوب دی
د خپرېدو نېټه: 1391/03/26 5:35د خبر شمېره: 10555سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر علی اکبر صالحی زمونږ له خبریال سره په ځانګړې مرکه کښې وویل ، په افغانستان کښې د سولې او ثبات ټینګول او ددغه هیواد د خلکو او اقتصادی وضعیت ښه کیدل ، د ایران د بهرنې سیاست لومړیتوب دی .
صالحی د افغانستان او امریکا ستراتیژیک تړون ته اشاره وکړه او ویې ویل ایران له دې وړاندې په دې اړه افغان حکومت ته اعتراض کړی دی او په تیرو لسو کلونوکښې په افغانستان کښې ترهه ګرې او دنشه ایزو توکو کر اوتولید دوام لری او هره ورځ د بهرنیو عسکرو لخوا د افغان ملکیانو وژله زیاتیږی .
د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ دغه تړون خپل لومړې پړاؤنه تیر کړی دی او وروستې پاتې دې چې تمه شته افغان حکومتا د ایران اندیښنو ته هم پکې پام وکړی .
صالحی وویل په افغانستان کښې د امریکا لخوا د څو سترو اډو جوړولوته هیڅ اړتیا نشته ، او په دغه هیوادکښې د آمنیت او ثبات د ټینګولو غوره لاره له افغان ځواکونو سره مرسته ده او که افغان آمنیتی ځواکونه وروزل شی ، نو په ډیره ښه ډول ددغه هیواد آمنیت ټینګولای شی .