افغان تکواندو کارانو دویتنام په نړیوالو سیالیو کې دسپینو زرو اود ژیړو دلسو مډالونو په ترلاسه کولو سره هیواد ته راستون شو. افغان تکواندو کارانو دویتنام په نړیوالو سیالیو کې دسپینو زرو اود ژیړو دلسو مډالونو په ترلاسه کولو سره هیواد ته راستون شو. دافغان د آی ټی اف دتکواندو دملی ټیم ددغو بریالیتونو په ترلاسه کولو سره ددیارلسو اسیایی برخه والو هیوادونو په منځ کې اووم مقام وگاټه. دالمپیک دملی کمیټې درسنیو مسوول عارف پیمان وویل چې افغان لوبغاړو په دغوسیالیو کې دسپینو زرواته مډالونه اودژیړو دوه مډالونه ترلاسه کړی دی . دالمپیک دملی کمیټې لوی رییس محمدظاهر اغبرنن دیوې غونډې په ترڅ کې دافغانستان دتکواندو دملی ټیم دبریالیتوبونو ستاینه وکړه او پردوى باندې یې سوغاتونه وویشل .