د هلمند د والی ویاند داود احمدی وایې چې نن ماښام شاوخوا اته بجی ددی ولایت د سنګین ولسوالۍ په بازار کې د موټر سایکل بم چاودنه سوی ده. دده په وینا چې په دی چاودنه کې یو تن وژل سوى او اته ننه نور ژوبل سوی دی. هغه وایې چې چاودنه د عامه نظم پر پولیسو سوی او په دی پېښه کې وژل سوى کس هم د عامه نظم پولیس دى. د احمدی په وینا چې دری د عامه نظم پولیس، څلور ولسی وګړی او یو تن د ملی اردو سرتېرى ژوبل سوی دی. د نوموړی د معلوماتو له مخی چې د پېښی وروسته د بررسی ټیم سیمی ته رسیدلى او ژوبل کسان یې روغتون ته د درملنی په موخه لیږدولی دی. بل خوا ته وایې چې چاودنه د سنګین په بازار کې سوی ده. د پېښی یوه عینی شاهد وویل چې چاودنه د سنګین د موټرونو په تم ځاى کې سوی ده او پر همدی مهال افغان ځواکونه ولاړ ول. سرچینه وایې چې د پېښی موخه هم افغان ځواکونه ول او ولسی وګړیو هم په سیمه کې قرار درلودى. تر اوسه کومی ډلی ددی پېښی پړه په غاړه نه د اخیستی.