بېرته
هلمند کې د تور شهزاده په نوم عملیات تر سره شول
د خپرېدو نېټه: 1389/05/09 0:0د خبر شمېره: 1110سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په هلمند ولایت کی د ځایې چارواکو په وینا، په نادعلی او مارجې ولسوالیو کی د تور شهزاده په نوم لنډ مهاله عملیات، چې د ګډو ځواکونو لخوا تر سره شول په بریالیتوب پایته ورسېدل.
د هلمند والی ویاند وایی، چې دغه عملیات د سیمې د خلکو او قومی مشرانو په غوښتنه په بریالیتوب سره تر سره شوی دی.
په نادعلی او مارجه ولسوالیو کې د تور شهزاده په نامه عملیات په داسی حال کې پیل شوی دی، چې هلته د وسله والو طالبانو کړنې او خوځښتونه ډېر شوی وو.
د هلمند د والی ویاند داود احمدی وویل، دغه عملیات د ولایت د نظامی شورا د پریګړې پر بنسټ تر سره شوی.
نوموړی زیاته کړه، د ولسوالیو له مسؤلینو غوښتنه شوې وه، تر څو د ولسوالیو په نا امنه سیمو کی د امنیت د ښه والی په موخه ګډ پوځی عملیات تر سره کړی.
ویاند همدا راز وایی، چې دغه عملیات د سیمې د خلکو او قومی مشرانو د غوښتنې سره سم سرته ورسېدل، خو مرګ ژوبله یوې خواته هم نه ده اوښتې.
احمدی زیاته کړه، چې دا ډول عملیات به تر دې وروسته په ټولو هغو سیمو کې، چې د طالبانو څرک پکې تر سترګو کیږی تر سره او تر عملیاتو وروسته به په سمیه کې د امنیتی پوستو د د جوړولو سربېره دوامداره ګزمی ګرځی.
په همدې حال کې د وسلوالو طالبانو یو تن ویاند قاری یو سف احمدی وایې، چی پرون یې په همدې وخت کې په مارج کې لس د ملی اوردو سرتیری په یوه بریدکی وژلی دی.
خو د والی ویاند داود احمدی د طالبانو کړې ادعا نه منی.
نادعلى، چې د مرکز لښکرګاه لویدیځ او جنوب لودیدځ په 15 کیلومترۍ کې پرته ولسوالی ده، د ځایې اوسیدونکو په وینا، د سعید اباد ترڅنګ د نادعلی ولسوالۍ یو شمېر نورې سیمې هم هره ورځ د درنو جګړو شاهدې وی.
بل پلو تېره ورځ د هلمند په یوه بله ولسوالۍ سنګین کې یوه اتیا کلن سپین ږیری ځانمرګى برید تر سره کړى، چې په ترڅ کې یې د ایساف ځواکونو 2 سرتیری وژل شوی دی.
خو طالب ویاند قاری یوسف احمدی د وژل شویو بهرنیانو شمېر 11 په ګوته کړى و.