په نیمروز ولایت کې پولیسو د سه شنبه په شپه د یو ترهګریز برید مخه نیولې ده. امنیتی چارواکی وایی، تیره شپه لس بجې کله چې دوو ځانمرګو برید کوونکو غوښتل د چاودیدونکو تو کو او واسکټو نو سره یوځای د زرنج ښار ته ننوځی د پولیسو له خوا ووژل شوه. د نیمروز امنیه قوماندان مل پاسوال محمد موسی آزادی راډیو ته وویل؛ چې دغه ځانمرګی د پاکستان اوسیدونکی دی او غوښتل یې د نیمروز ولایت پر ماڼۍ ځانمرګی برید ترسره کړی. د قوماندان په وینا د ځانمرګو سره وسلې او یو زیاته اندازه چاودیدنوکی توکی هم نیول شوی دی. تر اوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دی ویلی.