بېرته
طالب وسله والو د بدرالدین حقانی د وژنې راپورونه رد کړل
طالب وسله والو د بدرالدین حقانی د وژنې راپورونه رد کړل
د خپرېدو نېټه: 1391/06/05 8:13د خبر شمېره: 11270سرچینه: ایرکا خبری آژانس

طالبانو په یوې مطبوعاتی اعلامیې کې د نوموړی د وژنې ادعا دروغ بللې او لیکلی یې دی، چې نوموړی روغ جوړ دی.
وسلوالو طالبانو د جلال الدین حقانی د زوی بدرالدین حقانې د وژنې راپورونه رد کړل.
طالبانو په یوې مطبوعاتی اعلامیې کې د نوموړی د وژنې ادعا دروغ بللې او لیکلی یې دی، چې نوموړی روغ جوړ دی.
پخوا تردې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو امریکایی چارواکو له قوله لیکلی و، چې د حقانی شبکې یو مهم مشر بدرالدین حقانی په شمالی وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د افغانستان د استخباراتو یوه مسوول د نوم د نه خپریدو په شرط د بدرالدین حقانې وژنه تایید کړې ده.
بلخوا پاکستانیو چارواکو ویلی، چې د نوموړی د وژنې په اړه تحقیقات کوی.