ولسی جرګې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په امریکا د یوه فلم خپریدل چې حضرت محمد ص ته پکې سپکاوی شوی، وغندله او له خلکو وغوښتل؛ چې د دې مسالې په اړه په غبرګونونو کې له خشونت نه کار ونه اخلی. ولسی جرګې د امریکا له حکومته وغوښتل، چې د فلم جوړونکی محاکمه کړی. بل خوا په خوست کې په سلګونو خلکو د همدې فلم د خپریدو پرضد سوله یېزه مظاهره وکړه. په سیمه کې د ازادی راډیو خبریال وایی، چې مظاهره د خوست د شیخ ذاهد پوهنتونو محصلینو کړې وه.