د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په محلی وخت نن مازیګر د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن هیلری کلنټن سره ّپه نیویارک کې وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې د بهیر، پر بهرنیوځواکونو باندې بریدونه او د بګرام په زندان کې د پاتې افغان زندانیانو د انتقال په اړه خبرې اترې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیله وکړه چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه روان مذاکرات او هڅې مثبتې پایلې ولری. د هېواد جمهور رئیس هم وویل چې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره له پاکستان سره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکوی تر څو په نتیجه کې یې د دولت وسله وال مخالفین مذاکراتو ته حاضر شی. همدا راز د هېواد جمهور رئیس د افغانستان په اړه په یو شمېر لویدیځو رسنیو کې د ناسمو رپوټونو د خپرېدو په اړه وویل چې پدې ورځو کې ځینی لویدیځې رسنۍ او سیاسی کړۍ د افغانستان د راتلونکی په اړه ناسم او بې اساسه رپوټونه او تبصرې خپروی چې په افغانستان کې پر عامه ذهنیت او زموږ د تېرو کلونو پر لاسته راوړنو او بریالیتوبونو ناوړه اغېزه کوی. حامد کرزی زیاته کړه چې په تېرو یوولسو کلونو کې افغانستان د پام وړ لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودلی دی. ده ډاډ څرګند کړ چې افغانستان به هېڅکله هم بیا د یوولسو کلونو پخوا حالت ته ونه ګرځی. د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هم وویل چې افغانستان په تېرو یوولسو کلونو کې چټک او د پام وړ پرمختګ کړی دی او اوس باید داسې ګامونه پورته شی چې د تېرو کلونو پرمختګونه پیاوړی او لا زیات شی.