بېرته
حامد کرزي په درې اړخیزه ناسته کې د پاکستان له جمهور رئیس او د بریتانیاله صدراعظم سره وکتل
حامد کرزي په درې اړخیزه ناسته کې د پاکستان له جمهور رئیس او د بریتانیاله صدراعظم سره وکتل
د خپرېدو نېټه: 1391/07/06 18:29د خبر شمېره: 11644سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي تیره ماښام په یوې درې اړخیزه ناسته کې د پاکستان له جمهور رئیس ښاغلي آصف علی زرداري او د بریتانیاله صدراعظم ښاغلي ډیوید کامرون سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا مشرانو په سیمه کې د سولې، ثبات او روان وضعیت، افغانستان او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه او د افراطیت پر خلاف د مبارزې پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.
حامد کرزي د پاکستان له جمهور رئیس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا پخاطر د ۲۰۱۳ کال تر پایه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون مسودې پر نهايي کولو موافقه وکړه.
په دې درې اړخیزه ناسته کې ، ښاغلي ډیوید کامرون ژمنه وکړه چې هېواد به یې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان له روانو هڅو په کلکه ملاتړ وکړي.
همداراز ، حامد کرزي او آصف علی زرداري د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړي کولو په برخه کې د بريتانیا هېواد له رغنده رول نه قدرداني وکړه.
ښاغلي زرداري ،په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې تر لوی اختر وړاندې ، پاکستان ته د سولې دعالي شورا د پلاوي د راتګ په تمه دي او دا اقدام يې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره یو مهم ګام وباله.
جمهور رئیس کرزي په تېرو کلونو کې د بریتانیا او پاکستان د دوامدرو مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.
په پای کې پر دې موافقه وشوه چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه د بحثونه د دوام پخاطر او د دغه بهیر د پرمختګ ارزونې په موخه په نږدې راتلونکې کې سره لیده کاته وکړي.