بېرته
مزار شریف کې د کابل بانک نماینده ګی ولوټل شوه
د خپرېدو نېټه: 1389/05/12 0:0د خبر شمېره: 1168سرچینه: ایرکا خبری آژانس

نامعلو کسانو تېره شپه په مزارشریف کې د کابل بانک له سیمه ییزې نماینده ګۍ څخه وروسته تر هغې دوه سوه زره امریکایی ډالر او څه کم څلور ملیونه افغانۍ یوړې، چې شپږ تنه ساتوونکی یې لومړى مسموم او وروسته ووژل.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالروف تاج کلید ته وویل، چې تېره شپه نامعلو کسانو د کابل بانک شپږ تنه ساتونکی وژلی او دوه سوه زره امریکایی ډالر او څه کم څلور میلونه افغانۍ یی له ځانه سره وړې دی.
تاج زیاته کړه، غلو لومړى د بانک ساتونکی مسموم کړی او وروسته یې په په چاقوگانو وژلی دی.
د نوموړی په وینا، د پېښې د عاملینو د نیولو په خاطر پلټنې روانې دی.
د یادولو وړ ده، چې په دغه ورستیو ورځو کې د حج او اوقافو وزارت او کابل بانک ترمنځ یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې حج ته دتلونکو زیات کوونکو د مصرف پیسې کابل بانک ته تحویلې دې او پرون یې وروستۍ ورځ وه.