د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول له خپل دنمارکی سیال ښاغلی ویلی سوندال سره د تلې په 5 نېټه په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په 67 عمومی اسامبلۍ په څنډه کې وکتل. ډاکټر زلمی رسول د افغانستان او دنمارک تر منځ د اوږد مهال استراتیژیکې ملګرتیا تړون لپاره د دنمارک له وړاندیز څخه په کلکه هرکلی او هغه یې قبول کړ. ډاکټر زلمی رسول د افغانستان د حکومت او خلکو د قدردانۍ مراتب د دنمارک حکومت او خلکو ته د هغو مرستو لپاره چې دوی د افغانستان د پرمختیا او امنیت په برخو کې د کلونو په بهیر کې ترسره کړی دی، وړاندې کړ. ډاکټر رسول وویل، " د نمارک په افغانستان کې زمونږ د سولې، امنیت او پرمختیایې هڅو په لمړی لیکه کې قرار لری او د دې سخاوتمده مرستو لپاره مونږ د دنمارک څخه منندوی یو. " ښاغلی ویلی سوندال وویل، " د نمارک به افغانستان سره د مرستې او ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ وی. " د 2003 کال راهیسی د نړیوال سوله ساتی ځواکونو د یو مهم غړی په توګه دنمارک په کابل او هلمند ولایتونو کې د افغان ملی امنیتی ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره څه نا څه700 سرتیری لری. همداراز نوموړی هېواد د کلونو په بهیر کې د افغانستان د بیارغونې، اقتصادی ودې او دموکراتیک پرمختیا لپاره د 8 . 672 میلیونو ډالرو سخاوتمنده مرستې کړی دی.