د ایران د اسلامی شورا مجلس رییس او په اسلام‌اباد کې د دغه هېواد د مذاکره‌کوونکی پلاوی مشر وایی، تهران د ګواښ تر سیوری لاندې مذاکرات نه منی.

محمدباقر قالیباف نن (سه‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلی: «موږ د ګواښ تر سیوری لاندې خبرې نه منو او په تېرو دوو اونیو کې مو د جګړې په ډګر کې د نوو کارتونو څرګندولو لپاره چمتووالی نیولی دی.»

د هغه په خبره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سمندری محاصرې او له ایران سره د اوربند په ماتولو هڅه کوی څو «د خپل فکر له مخې» د خبرو مېز د «تسلیمۍ مېز» ته واړوی یا بیاځلی جګړه توجیه کړی.

د یادونې ده، تېره یکشنبه د امریکا ولسمشر اعلان کړی و چې له ایران سره د خبرو لپاره یې یو پلاوی اسلام‌اباد ته استولی دی. هغه ویلی وو چې دا خبرې د ایران حکومت لپاره «وروستی فرصت» دی.

بلخوا، تهران ویلی، تر هغه چې سمندری محاصره دوام ولری، هیڅ مذاکره‌کوونکی پلاوی به ونه لېږی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی پرون په یوه خبری غونډه کې ویلی وو: «اوس د خبرو د بل پړاو په اړه هیڅ پرېکړه نه لرو… امریکا په داسې حال کې چې د ډیپلوماسۍ ادعا کوی، داسې کړنې ترسره کوی چې هیڅکله هم د یوه رښتینی ډیپلوماټیک بهیر د تعقیب جدیت نه ښیی.»