د پاکستان دارالعلوم حقانیه، چې د یو له مهمو دینی زده کړو مرکزونو او د افغانستان د حکومت د یو شمېر مشرانو د روزنې ځای په توګه پېژندل کېږی، اوس له دې سره مخ ده چې د افغانستان د زده کوونکو شمېر یې په ډراماتیک ډول کم شوی. د دې مرکز مسؤلین وایی چې اوس یوازې شاوخوا 55 افغان طلبه پاتې دی.

د دارالعلوم حقانیه د مسؤلینو په وینا، دا کمښت د افغانستان دننه د دینی مدارسو له پراخېدو او د یو شمېر افغان علماوو او محصلینو له هېواد ته تر راستنېدو وروسته رامنځته شوی. شنونکی دې چاره د طالبانو د دینی زده کړو د مرکز ثقل کې د تدریجی بدلون نښه بولی.

دارالعلوم حقانیه د 1947 کال د سپټمبر په 6مه د عبدالحق حقانی له خوا د خیبر پښتونخوا ایالت د اکوړه خټک په سیمه کې تاسیس شو. دا مرکز چې د هند د دارالعلوم دیوبند له فراغت څخه الهام اخیستی، د طالبانو د نامتو مشرانو په روزنه کې د خپل رول له امله "د پاکستان کوچنی دیوبند" هم بلل کېږی.

په کابل او اسلام اباد ترمنځ مخ پر زیاتیدونکی شخړې او اختلافاتو، له سیاسی شخړو او ټولنیزو او اقتصادی اغېزو سربېره، خپل بل اړخ هم ښودلی؛ هغه د افغان طالبانو د پاکستانی دینی مدارسو څخه مخ اړول او په کورنیو دینی زده کړو باندی تمرکز!

د پاکستانی رسنیو د راپورونو او د دارالعلوم حقانیه د مسؤلینو د څرګندونو له مخې، چې لسیزې د طالبانو د روزنې او پالنې اصلی مرکز پېژندل کېده (په کې د دې ډلې بنسټګر ملا محمد عمر او نور نامتو مخور شامل دی)، اوس یوازې 55 افغان دینی محصلان لری!

د دارالعلوم حقانیه مسؤلین وایی چې په افغانستان کې د دینی مدارسو له پراخېدو وروسته، په دې دینی مرکز کې د افغان طالبانو شمېر ډېر کم شوی دی.

د دې مسؤلینو په وینا، اوس مهال د دارالعلوم حقانیه 13 پخوانی استادان د کابل، ننګرهار، غزنی، خوست، بدخشان، پکتیکا، کندز، اروزګان، بلخ او میدان وردک په ولایتونو کې نوی دینی مدارس جوړ کړی او په تدریس بوخت دی، او "د کابل ده سبز مدرسه" چې له دوو زرو څخه زیات محصلان لری، په افغانستان کې ترټولو لوی دینی مدرسه ګرځیدلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې اعلان کړی و چې اوس مهال د معارف وزارت تر پوښښ لاندې له 20000 څخه زیات دینی مدرسې فعالې دی او شاوخوا دوه نیم میلیونه زده کوونکی پکې دینی زده کړې ترلاسه کوی.

د طالبانو تمرکز د "منهای پاکستان" پر اصولو؛ اوس د دینی مدارسو او علمی مرجعیت رارسیدلی دی...