بېرته
حامدکرزی: زموږ ملی بنسټونه له بل هر وخت څخه اوس د خپلو خلکو د خدمت او له خپلې خاورې څخه د ساتنې ځواک لری
حامدکرزی: زموږ ملی بنسټونه له بل هر وخت څخه اوس د خپلو خلکو د خدمت او له خپلې خاورې څخه د ساتنې ځواک لری
د خپرېدو نېټه: 1391/07/26 6:23د خبر شمېره: 11882سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د اقتصادی همکاریو د سازمان (ایکو) د مشرانو په دولسمه غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به نه یوازې داچې زموږ په هېواد کې به امنیتی حالت خراب نه شی، بلکې له نن څخه به لاښه امنیت ټینګ، حکومتی او دولتی بنسټونه به لا پیاوړی او ځواکمن شی.
د هېواد جمهوررئیس وویل: همدا اوس په هغو ټولو سیمو کې چې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان حکومت ته مسوولیت لېږدول شوی دی، په امنیتی حالت کې دکتنې وړ ښه والی راغلی دی.
حامدکرزی وویل: زموږ ملی بنسټونه له بل هر وخت څخه اوس د خپلو خلکو د خدمت او له خپلې خاورې څخه د ساتنې ځواک لری.
ده، زیاته کړه: په سیاسی پروسه کې د افغانستان د ټولو اوسیدونکو د مشارکت او د اقتصادی او ټولنیزې ودې په برخه کې د کتنې وړ پرمختګونه شوی دی او دا هغه لاس ته راوړنې دی چې زموږ ټول خلک له هغو څخه ګټه اخلی.