د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهورریس حامدکرزی، د کویت د شاهی هېواد له امیر شیخ صباح الاحمد الجابر صباح سره نن په کویت کې وکتل. په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او له افغانستان سره دکویټ هېواد د مرستو د دوام په باب خبرې وکړې. د کویټ امیر والا حضرت شیخ صباح الاحمد الجابر صباح په دې کتنه کې وویل چې هېواد به یې ډیر ژر په کابل کې خپل سفارت پرانیزې تر څو له دې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا همغږې شی. والاحضرت شیخ صباح ډاډ څرګند کړ چې کویټ به په بیلابیلو برخوکې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی او د کویټ د وجهی صندوق او د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره د مرستې او همکارې موضوع به هم وڅیړی. حامدکرزی په تیرو کلونو کې له افغانستان سره د کویټ هېواد د خلکو او دولت له مرستو او د آسیا د همکارۍ لپاره د ډیالوګ په ټولنه کې د افغانستان له غړیتوب څخه د کویټ د ملاتړ له امله قدردانی وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا باندې یې ټینګار وکړ.