بېرته
افغان ولسمشر د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو له ګډون سره مخالفت وښود
افغان ولسمشر د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو له ګډون سره مخالفت وښود
د خپرېدو نېټه: 1391/07/27 18:1د خبر شمېره: 11905سرچینه: ایرکا خبری آژانس

جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو له ګډون سره مخالفت وښود او دا یې د ملي حاکمیت پر خلاف وباله.
ولسي جرګې په دې وروستیو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د صلاحیتونو او تشکیلانو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې ملګري ملتونه کولای شي دوه بهرنیان د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې شامل کړي.
خو جمهور رئیس حامد کرزي نن په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې اړه وویل:
(د افغانستان لپاره چې د اساسي قانون له تصویب وروسته یې د خپل حاکمیت پر لور ګامونه اخیستي، د افغانستان د انتخاباتي پروسې کې د بهرنیانو حضور د هېواد له ملي حاکمیت سره سم نه دی.)
د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د صلاحیتونو او تشکیلاتو نوی قانون د مشرانو جرګې تصویب او د جمهور رئیس توشیح ته هم اړتیا لري.