حقانی په دې غونډه کې وویل چې افغانستان د «ټولو ګډ کور» دی او له سیاسی مشرانو او د طالبانو له مخالفانو یې وغوښتل چې هېواد ته راستانه شی. هغه ټینګار وکړ چې هر هغه څوک چې د «ملی ګټو او د طالبانو د حکومت» پر ضد فعالیت ونه کړی، کولای شی په افغانستان کې په ازادانه ډول ژوند وکړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وویل چې دغه ډله د «هیچا د عزت مخالفه» نه ده او ادعا یې وکړه چې په افغانستان کې قومی، مذهبی او ژبنی اختلافونه د بهرنیو مغرضو هڅو پایله دی. هغه اوسنی امنیت او ثبات د افغانستان «تر ټولو ستره پانګه» وبلله.
حقانی په دې غونډه کې له سیاسی څېرو، لکه محمدکریم خلیلی او محمد محقق، څخه هم وغوښتل چې افغانستان ته بېرته راستانه شی.
خو د حقانی څرګندونې د ټولشمولیت او یووالی په اړه په داسې حال کې مطرح کېږی چې د طالبانو منتقدان پر شیعه ټولنې د زیاتېدونکو فشارونو او د شیعهګانو پر مذهبی او ښوونیزو بنسټونو د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګندوی. هغوی وایی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شیعهګانو اړوند یو شمېر بنسټونه، چې ځینې ښوونیز مرکزونه او رسنۍ هم پکې شاملې دی، له محدودیتونو یا ضبط سره مخ شوی او په لوړو حکومتی کچو کې د شیعه وګړو حضور ډېر محدود دی.
په همدې غونډه کې شریفی بلخابی، چې له سراجالدین حقانی سره نږدې اړیکې لری، د بامیان د خلکو ستونزې مطرح کړې او ویې ویل چې دغه ولایت د سړکونو، کرنیزو اوبو او برېښنا په څېر له بنسټیزو زېربناوو له جدی کمښت سره مخ دی.
بلخابی د بامیان د کانونو په اړه هم وویل چې د دغه ولایت معدنی سرچینې پلورل کېږی، خو عواید یې د بامیان د پرمختګ لپاره نه مصرفېږی. هغه زیاته کړه چې ان د کانونو په پروژو کې کارګران هم تر ډېره له دې ولایت څخه بهر استخدامېږی.
هغه خبرداری ورکړ چې د کانونو شاوخوا سیمو اوسېدونکی د کانکېندنې د فعالیتونو له امله له روغتیایی ستونزو، لکه تنفسی ناروغیو، سالنډۍ او سرطان سره مخ شوی او غوښتنه یې وکړه چې د کانونو د عوایدو یوه برخه دې د بامیان لپاره ځانګړې شی.
همداراز ښاغلی بلخابی د دې ډلې د حکومت د مذهبی استبداد په اړه، چې د «خاتمالنبیین(ص)» مدرسې او د تمدن ټلویزیون تړل هم پکې شامل دی، خبرې وکړې.
خو د ناستې د ګډونوالو په وینا، سراجالدین حقانی دغو اندېښنو ته مشخص ځواب ورنه کړ او تر ډېره یې پر عمومی موضوعاتو خبرې وکړې.
بامیان ته د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې دغه ولایت، سره له دې چې طبیعی سرچینې او مهم کانونه لری، لا هم له بنسټیزو خدمتونو له کمښت او پراخو اقتصادی ستونزو سره مخ دی.
