بېرته
کرزى د ایران په درې اړخیز کنفرانس کې ګډون کوی
د خپرېدو نېټه: 1389/05/13 0:0د خبر شمېره: 1198سرچینه: ایرکا خبری آژانس

جمهور رئیس کرزى به په نژدې ورځو کې د ایران، تاجکستان او افغانستان په درې اړخیز کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته لاړ شی.
سیمه ییزې همکاری، د دریو واړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د ترهګرۍ او نشه یی توکو پر ضد مبارزه د کنفرانس د اجنډا مهم ټکی دی.
د جمهوری ریاست د فتر د معلوماتو له مخې کرزى به دغه راز له ایرانی لوری سره د افغان کډوالو د ستونزو او د زندانی افغانانو د تبادلې په تړاو هم خبرې اترې وکړی.
یاد دفتر وایی دغه کنفرانس به په نژدې ورځو کې په ایران کې جوړ شی او د افغانستان، تاجکستان او ایران جمهور رئیسان به یې برخوال وی.