نصرت حقپرست د خپل امریکایی سیال پر وړاندې ماته وخوړه
د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړی نصرت حقپرست د امریکا د کریس تاکو پادیلا پر وړاندې ماته وخوړه.
د راپورونو له مخې، د دواړو لوبغاړو ترمنځ سیالی د 70 کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کالیفورنیا ایالت په ساکرامنټو ښار کې د «UFC» سازمان له لوری ترسره شوه.
حقپرست د دې په زړهپورې سیالۍ د درېیم راونډ په وروستیو ثانیو کې د خپل سیال په سبمېشن کې ګیر شو او سیالی یې وبایله.
31 کلن افغان مبارز تر دې سیالۍ مخکې په 24 مسلکی سیالیو کې 18 بریاوې او شپږ ماتې ثبت کړې وې او په دې سیالۍ کې یې اوومه ماتې هم تجربه کړه.
دا د «UFC» د ازادو مبارزو په سیالیو کې د نصرت حقپرست پرلهپسې دویمه ماتې ده.
کریس پادیلا هم تر دې سیالۍ مخکې په 24 مسلکی سیالیو کې 17 بریاوې، شپږ ماتې او یوه مساوی پایله لرله چې په دې بریا سره یې اتلسمه بریا خپله کړه.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی جاوېد بشارت خپل روسی سیال ته ماته ورکړه
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی جاوېد بشارت خپل روسی سیال موسار ایبراګیموف ته ماته ورکړه.
جاوېد بشارت نن سهار (یکشنبه) د «PFL» سازمان سیالیو کې له خپل روسی سیال موسار ایبراګیموف سره میدان ته کښته شو او په پایله کې د لوبڅارانو په پرېکړه او د ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو یې خپل سیال ته ماته ورکړه.
د راپورونو له مخې، دغه لوبه د امریکا د فلوریډا ایالت په ټامپا ښار کې ترسره شوه.
د «PFL» سازمان نن پر خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې جاوېد بشارت خپل روسی سیال ته ماته ورکوی.
د یادونې ده، جاوېد بشارت تر دې مهاله 16 لوبې ګټلې او دوه یې بایللې دی.
