ځایی سرچینو د شنبې ورځې، د اسد 31مې، په ماښام ویلی چې چاودنه د «پیوند» مارکېټ مخې ته شوې او غږ یې په لرې پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درې کسان ټپیان شوی، خو تر اوسه د احتمالی مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دی ورکړل شوی.
سرچینې وایی، له چاودنې وروسته د طالبانو ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلی او خلک یې له سیمې لیرې کړی دی.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم او هېڅ ډلې یې هم مسوولیت نه دی منلی.
دا په تېره یوه اوونۍ کې په کابل کې دویمه چاودنه ده. تر دې وړاندې د دشت برچی په سیمه کې د «شمع هدایت» په ښوونځی کې چاودنه شوې وه چې لسګونه کسان یې ټپیان کړی وو.
طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دی ویلی.
