ځایی سرچینو نن، یکشنبه د سنبلې لومړۍ نېټه، ویلی چې دغه ځوان چې «مسلم» نومېده، د هغه څه له امله د خپل پلار له لوری وژل شوی چې «د پلار نافرمانی، کار نه کول او نامناسب چلند» بلل شوی دی.

د سرچینو په وینا، پېښه د کندهار ښار په دیارلسمه ناحیه کې شوې او د دغه ځوان پلار د اوسپنې په یوه میله د هغه پر سر ګوزار کړی، چې له امله یې مسلم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو تر اوسه د دې وژنې په اړه نور جزئیات نه دی ورکړل شوی.

دا پېښه داسې مهال شوې چې بې‌کاری، اقتصادی ستونزې او ټولنیز فشارونه په افغانستان کې د ډېرو کورنیو ژوند له جدی ستونزو سره مخ کړی دی. په داسې شرایطو کې، د کار، عاید، اقتصادی مسؤلیتونو او د کورنۍ د غړو د چلند پر سر کورنۍ شخړې کولای شی سختو ترینګلتیاوو او په ځینو مواردو کې تاوتریخوالی ته لار هواره کړی.

د دغه ځوان وژنې یو ځل بیا په کورنی چاپېریال کې د تاوتریخوالی او په افغانستان کې د کورنیو شخړو د مخنیوی او حل لپاره د اغېزمنو میکانیزمونو د نشتوالی په اړه پوښتنې راپورته کړې دی؛ په ځانګړی ډول په داسې شرایطو کې چې ډېری کورنۍ له بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او روانی او اقتصادی فشارونو سره مخ دی.