دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د تاجکستان د ملی امنیت دولتی کمېټې ویلی وو چې په یوه سرحدی نښته کې دوه افغان وګړی وژل شوی او ادعا یې کړې وه چې هغوی په ناقانونه توګه تاجکستان ته اوښتی وو او د نشه‌یی توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو کې ځینی تحرکات رامنځته شوی وو، خو اوس تر کنټرول لاندې دی.

هغه ویلی: «په هر ځای کې تر دې کچې ستونزې شته.»

مجاهد ټینګار کړی چې له پخوا راهیسې د یادې پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو تحرکات موجود وو او هغوی له دې لارې تګ راتګ کاوه، خو له دغو مواردو پرته کوم پوځی اقدام او جدی امنیتی ستونزه نشته او په پوله کې به هیڅ ډول نظامی تحرکاتو ته اجازه ورنه کړل شی.

مجاهد دغه‌راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د تاجکستان پر ضد ونه کارول شی.