د غلام‌نبی مدثر یوه نږدې کس نن (دوشنبه، د سنبلې 2مه) رسنیو ته ویلی چې هغه شاوخوا 15 ورځې کېږی د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی او کورنۍ یې د هغه له برخلیک او وضعیت څخه هېڅ معلومات نه لری.

د دې سرچینې په وینا، مدثر د اګست په 18مه د هرات د جبرئیل له سیمې څخه د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د هغه یوه خپلوان ویلی چې مدثر یو ملکی وګړی دی او د هغه مدنی فعالیتونه او مدنی غوښتنې تل سوله‌ییزې وې. د هغه خپلوانو له رسنیو او بشری حقونو له سازمانونو غوښتی چې د نوموړی د وضعیت په اړه د معلوماتو په خپرولو سره د هغه د برخلیک د روښانه کېدو او خوشې کېدو غوښتنه وکړی.

سرچینې وایی، د دې مدنی فعال د نیول کېدو لامل د جبرئیل د اوسېدونکو د اعتراضونو اړوند د خبرونو بیا خپرول او د دغو اعتراضونو د یوه وژل شوی کس په اړه د معلوماتو خپرول وو.

د جون په 9مه، چې د جوزا له 19مې سره برابره ده، د هرات د هزاره‌ مېشتې جبرئیل سیمې یو شمېر اوسېدونکو د ښځو او نجونو د جامو د څرنګوالی له امله د نیول کېدو په اعتراض کې لاریون وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) د راپور له مخې، دغه اعتراض هغه مهال په تاوتریخوالی واوښت چې د طالبانو ملکی جامو اغوستو ځواکونو پر لاریون کوونکو په وهلو او ډزو پیل وکړ.

یوناما ویلی چې د دې پېښې پر مهال یو هلک د ډزو له امله ووژل شو او لږ تر لږه څلور نور کسان ټپیان شول. دې ادارې همداراز ویلی چې طالبانو لږ تر لږه 17 لاریون کوونکی نیولی دی.

د یوناما په راپور کې د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه نور جزئیات نه دی ورکړل شوی.