محسن نقوی، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، د ټولنیزې شبکې «ایکس» په خپله پاڼه کې د تهران د دې وروستی سفر او د مسعود پزشکیان، د ایران د ولسمشر سره د خپلې لیدنې له پایلو څخه خوښی څرګنده کړه.
نقوی په خپل پیغام کې لیکلی: «فیلډ مارشال سید عاصم منیر او ما د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر سره ډېره مثبته او جوړوونکې لیدنه وکړه.»
هغه زیاته کړه: «زموږ خبرې اترې د ایران او امریکا پر شخړه، د منځنی ختیځ پر کړکیچونو او راتلونکی لوری، او همدارنګه هغو ګامونو متمرکزې وې چې دواړه اړخونه یې د اسلامآباد د تفاهم لیک د بیا راژوندی کولو لپاره باید پورته کړی، ترڅو په پای کې د شخړې هراړخیز حللاره وموندل شی.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې پزشکیان پدې لیدنه کې د سیمې د تحولاتو او روانې شخړې په اړه خپل لیدلوری او اندېښنې مطرح کړې دی.
نقوی د دې خبرو اترو د پایلو په اشاره وویل: «د پام وړ پرمختګ وشو او دا لیدنه په ډېره مثبته فضا پای ته ورسېده.»
هغه هیله څرګنده کړه، چې د ترسره شویو خبرو اترو بهیر به د نورو پرمختګونو او په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې د امریکا دولت د اسلامآباد د ډیپلوماتیکو هڅو ترڅنګ، د ایران پر وړاندې خپل اقتصادی فشارونه لا زیات کړی دی.
واشنګټن د دې تګلارې په چوکاټ کې، له هغو هېوادونو چې لا هم له ایران سره خپلې اقتصادی اړیکې ساتی، غوښتی چې له تهران سره همکاری ودروی او که یې همکارۍ ته دوام ورکړی، نو د ثانوی بندیزونو د اعمالو ګواښ یې ورته کړی دی.
په ورته وخت کې، پاکستان په وروستیو اوونیو کې هڅه کړې، چې د تهران او واشنګټن سره په خبرو اترو سره، د کړکیچ د راکمولو او د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د ډیپلوماتیک حل لپاره زمینه برابره کړی.
د نقوی هغه څرګندونې چې د پزشکیان سره په خبرو اترو کې یې د «پام وړ پرمختګ» یادونه کړې، په داسې حال کې راپورته شوی، چې اسلامآباد پخوا هم د بحران د ډیپلوماتیک حل او په سیمه کې د جګړې د پراختیا د مخنیوی پر اړتیا ټینګار کړی وو.
