د ایران د کورنیو چارو وزارت د رسمی اعلامیې او د کفالت دفترونو ته د لیږل شوې لارښوونې له مخې، سږکال د بهرنیو اتباعو د آمایش کارتونو او موقتو کارتونو د وېش بهیر په بشپړ ډول بدل شوی. د دې پر بنسټ، ټول صادر شوی کارتونه (چې د آمایش کارت او موقت کارتونه په کې شامل دی) نور د کفالت له دفترونو نه نه ورکول کېږی، بلکې د چاپولو وروسته به په مستقیم ډول د پوستی خدماتو له لارې هغه آدرس ته چې په سیسټم کې ثبت شوی، د کورونو دروازو ته استول کېږی.

د دې طرحې کلیدی جزئیات په لاندې ډول دی:

د استولو طریقه: ټول کارتونه د پوستی خدماتو له لارې هغه آدرس او پوستی کوډ ته استول کېږی چې د هر کورنۍ په پرونده کې ثبت شوی دی.

د استولو لګښت: د پوستی خدماتو لګښت د هرې کورنۍ لپاره 320 زره تومنه ټاکل شوی دی او متقاضیان مکلف دی چې دا مبلغ د نوبت په ورځ (د کفالت دفتر ته په مراجعه کې) ورکړی.

د آدرس مسئولیت: د کفالت دفترونه د کارتونو د فزیکی تحویلۍ په اړه هېڅ ډول مسئولیت نه لری او دقیق آدرس او سم پوستی کوډ برابرول په بشپړ ډول د متقاضی پخپله مسئولیت دی.

د نه تحویل شویو کارتونو برخلیک: که چېرې د کوم دلیل له مخې (لکه نیمګړی آدرس، نه حضور یا د ځای بدلون) کارت متقاضی ته ونه رسیږی، نو لیږل شوی بسته به د ولایت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو عمومی ریاست ته راستنه شی او بیا به د پوست له لارې نه استول کېږی.

 مهم خبرداری:
له دې امله چې سږکال به د کفالت په دفترونو کې هېڅ کارت تحویل نه شی، له همدې امله په کلکه سپارښتنه کېږی چې د هرې کړنې مخکې، خپل آدرس او 10 رقمی پوستی کوډ په سیسټم کې تازه کړئ، ترڅو وروسته له کومې ستونزې او د کارت د بې برخلیکه پاتې کېدو مخه ونیول شی.