د قم ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومی ادارې اعلان کړی چې د روان کال لپاره د اتباعو او کډوالو د وړیا او اختیاری روغتیایی بیمې د نوملیکنې او تمدید په بهیر کې بدلون راغلی دی.
د دې خبرتیا له مخې، د زیانمنو قشرونو لپاره د وړیا روغتیایی بیمې د سهمیې د کمېدو له امله، د واجدو شرایطو کسانو د پېژندنې او نوملیکنې بهیر به د اقامې خدماتو دفترونو (کفالت دفترونو) له لارې ترسره کېږی، څو مستحق کسان په لا ډېر دقت سره وپېژندل او معرفی شی.
د وړیا بیمې لرونکی کسان هم باید مراجعه وکړی
ټول هغه کسان چې په روان کال کې یې له وړیا روغتیایی بیمې څخه استفاده کړې ده، د خپلې بیمې د دوام لپاره باید خپل اړوند کفالت دفتر ته مراجعه وکړی او د نوملیکنې اړوند مراحل بشپړ کړی.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې پر وخت نه مراجعه او نه تعقیب به د بیمې د دوام څخه د انصراف په معنا وی او ممکن د هغوی ځانګړې شوې سهمیه بلې کورنۍ ته ورکړل شی.
د نویو متقاضیانو نوملیکنه
هغه اتباع او کډوال چې د زیانمنو کسانو شرایط ولری او په خپله دوسیه کې هېڅ ډول د کارګر کارت ونه لری، د راتلونکی کال لپاره د اختیاری او زیانمنو قشرونو د روغتیایی بیمې د شرایطو د ارزونې او نوملیکنې په موخه باید یوازې خپل کفالت دفتر ته مراجعه وکړی.
د دې خبرتیا له مخې، دغو کسانو ته د قم ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومی ادارې ته د مراجعه کولو اړتیا نشته او د شرایطو ارزونه او نوملیکنه به د کفالت دفترونو له لارې ترسره کېږی.
محدوده سهمیه او د لومړیتوب پر بنسټ منل
د قم ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومی ادارې د زیانمنو قشرونو لپاره د روغتیایی بیمې د سهمیې د محدودیت په اړه ویلی چې د کمیساریاوو د بودجې د کمېدو او د اختصاص شوې سهمیې د کموالی له امله، د ټولو زیانمنو کورنیو بیمه کول ممکن نه دی.
له همدې امله، مشمولې کورنۍ او نوی متقاضیان باید هر څومره ژر چې ممکن وی، له اړوندو اسنادو او ثبوتونو سره خپل کفالت دفتر ته مراجعه وکړی څو د هغوی شرایط وارزول شی او د شرایطو د پوره کولو او د سهمیې د موجودیت په صورت کې د نوملیکنې چارې ترسره شی.
دا خبرتیا د قم ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومی ادارې له لوری خپره شوې ده.
