تاجکستانۍ رسنۍ «KÖZ News» د روسیې ټاس خبری اژانس په حواله راپور ورکړی چې طلعتبیک ماسادیکوف، د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) سرمنشی، دا څرګندونې کړې دی.
ماسادیکوف ویلی، د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره به لومړنۍ د وسلو او تجهیزاتو جوپه د روان کال په منی کې وسپارل شی او د اړتیا وړ وسلو او تجهیزاتو پر نوملړ هم هوکړه شوې ده.
هغه ویلی، د افغانستان او تاجکستان د پولې امنیت یوازې د تاجکستان لپاره نه، بلکې د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولو غړو هېوادونو لپاره مهم دی.
نوموړی زیاته کړې: «که خدای مه کړه هلته کومه پېښه رامنځته شی، دا به یوازې د تاجکستان ستونزه نه وی، بلکې د سازمان د ټولو غړو او د ګډو هېوادونو د خپلواکو دولتونو د ټولنې د نورو غړو ستونزه به هم وی.»
د دغه سازمان سرمنشی ویلی چې روسیه تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو په برابرولو کې اساسی رول لری.
د راپور له مخې، افغانستان او تاجکستان څه باندې یو زر او 300 کیلومتره ګډه پوله لری چې ډېره برخه یې د پنج سیند په اوږدو کې پرته ده او تاجکستان د افغانستان له څلورو شمالختیځو ولایتونو سره ګډه پوله لری.
د ټولیز امنیت تړون سازمان په 2024 کال کې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن پروګرام تصویب کړ. د دغه پروګرام موخه د پولې کنټرول پیاوړی کول، د زیربناوو ښه کول او د تاجکستان سرحدی ځواکونو ته په عصری امنیتی وسایلو سمبالول بلل شوی دی.
د دغه پروګرام لومړی پړاو په 2025 کال کې پیل شو او د همدې کال تر پایه د تاجکستان لپاره د اړتیا وړ پوځی تجهیزاتو اندازه مشخصه شوه. د راپور له مخې، د دغو تجهیزاتو د احتمالی برابرولو په اړه له روسیې، بېلاروس او قزاقستان سره هم هوکړه شوې ده.
