په اسلامی جمهوریت ایران کې د افغانستان کډوال، د داسې یوه ګاونډی هېواد په توګه چې له افغانستان سره ژورې تاریخی، کلتوری او ټولنیزې اړیکې لری، غوښتنې او تمې لری چې ښایی د ځینو کسانو له نظره ډېرې ښکاره شی؛ خو دا تمې بې دلیله او بې بنسټه نه دی. له ایرانی ولس سره د کلونو ګډ ژوند، تاریخی او کلتوری ګډې ریښې، ګډ کړاوونه، او همدارنګه هغه څه چې د افغانستان کډوال یې د اسلامی جمهوریت او د ولایت فقیه له نظام څخه د لسیزو دفاع او ملاتړ بولی، د دې لامل شوی چې د کډوالو یوه برخه تمه ولری چې په اوسنیو سختو شرایطو کې له دوی سره په کرامت، درناوی او انسانی او اسلامی چلند وشی.

طبیعی ده چې کډوال باید د اسلامی جمهوریت ایران قوانینو ته درناوی وکړی او د قانون مراعات خپله دنده وبولی. خو واقعیت دا دی چې په تېرو لسیزو کې د کډوالو وضعیت تر ډېره د یوه جامع او مشخص مهاجرتی قانون پر بنسټ نه، بلکې د بېلابېلو مکتوبونو، مصوبو او لارښوونو د مجموعې له لارې تنظیم شوی دی؛ هغه موضوع چې هم د اجرائیوی مسؤلینو او هم خپله د کډوالو لپاره یې ډېرې ستونزې او ابهامات رامنځته کړی دی.

له اسلامی جمهوریت ایران څخه تمه کېږی چې د کډوالو د وضعیت د تنظیمولو په بهیر کې د هغوی انسانی کرامت وساتل شی او هېڅ کډوال یوازې د قانون د پلی کولو په پلمه له بې‌احترامۍ یا نامناسب چلند سره مخ نه شی. مناسبه ده چې د کډوالو له چارو سره اړوندو مأمورینو او مسؤلینو ته هم لازمې سپارښتنې او تذکرونه ورکړل شی، څو د قانون پلی کول له درناوی، اسلامی اخلاقو او د انسانانو له حیثیت سره یوځای ترسره شی.

راځئ د کډوالو ماشومانو د زده‌کړې حق له پامه ونه غورځوو

د کډوالو کورنیو له مهمو اندېښنو څخه یوه د خپلو ماشومانو د زده‌کړو راتلونکی دی؛ هغه ماشومان چې ډېرو یې کلونه په ایران کې ژوند کړی او د خپل عمر یوه برخه او ټولنیز هویت یې د دغه هېواد په ښوونځیو کې تېر کړی دی.

له مسؤلینو څخه غوښتنه کوو چې د کډوالو د ماشومانو د تعلیم او روزنې په اړه، که هغه ماشومان وی چې پخوانی سرلیکونه/اسناد یې درلودل او اوس د دغو اسنادو اعتبار د دولت له خوا د بحث لاندې راغلی یا لغوه اعلان شوی وی، او که هغه ماشومان وی چې هېڅ ډول اسناد ونه لری، ځانګړې پاملرنه وکړی او د هغوی د زده‌کړو د دوام لپاره یوه عملی، انسانی او قانونی لاره پیدا کړی.

ممکن د افغانستان تېر نسلونه د تاریخ په ځینو پړاوونو کې د جګړې، ناامنۍ، قوم‌پالنې، سیمه‌پالنې او مذهبی اختلافاتو له امله له ستونزو سره مخ شوی وی او حتی په خپلو پرېکړو او کړنو کې یې تېروتنې کړې وی؛ خو د نن ورځې ماشومان د تېرو نسلونو په تېروتنو کې هېڅ ډول مسؤلیت نه لری.

باید هېڅ ماشوم له زده‌کړې څخه محروم نه شی، څو د هغو تېروتنو بیه پرې کړی چې د رامنځته کولو په برخه کې یې خپله هېڅ ونډه نه درلوده. دا ماشومان حق لری چې زده‌کړه وکړی، وده وکړی او د ځان، خپلې کورنۍ، خپلې ټولنې او خپلې سیمې لپاره ښه راتلونکی جوړ کړی.

نن تر بل هر وخت زیات، د کډوالو مسئلې ته مسؤلانه او له دلسوزۍ ډک نظر ته اړتیا ده. د کډوالو تنظیم او د قانون پلی کول کولای شی د انسانی کرامت، د ماشومانو د حقونو د رعایت او د زده‌کړې د زمینې د برابرولو ترڅنګ ترسره شی، او دا دوه موضوعات اړینه نه ده چې د یو بل پر وړاندې ودرول شی.

هیله ده چې د اسلامی جمهوریت ایران مسؤلین په اسلامی، انسانی او دلسوزانه چلند سره د شته ستونزو لپاره روښانه او عملی حللارې وړاندې کړی، څو هم د دولت او کوربه ټولنې اندېښنې راکمې شی او هم کډوالې کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکی په اړه له بلاتکلیفۍ او اندېښنې څخه خلاصې شی.

د امت د رهبر روح، د اسلامی انقلاب د شهید رهبر او د مقاومت د محور د نورو درنو شهیدانو روحونه دې ښاد وی او یادونه دې یې تلپاتې وی.

لیکوال: سید نور احمد مبارز