دغه ناڅاپی سېلابونه د چهارشنبې په ورځ د همالیا په لوړو سیمو کې د یوه یخچال د یوې برخې له نړېدو وروسته پیل شول؛ د واورې او یخ د وېلې کېدو له امله اوبه او ډبرې سیندونو ته ورننوتې او د نیپال او تبت ځینې سیمې یې وځپلې چې پراخ ځانی او مالی زیانونه یې واړول.

آی‌ای‌ان‌اس (IANS) خبری اژانس نن راپور ورکړی چې د نیپال د طبیعی پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملی ادارې د تازه معلوماتو له مخې، تر اوسه د 903 کسانو جسدونه موندل شوی دی.

په راپور کې راغلی چې اوسمهال 4247 کسان نادرکه دی چې 592 یې بهرنی وګړی دی. دغه راز، د بوتیکوشی او تریشولی سیندونو په اوږدو کې د برېښنا تولید پروژو د 933 کارکوونکو په اړه هم تر اوسه معلومات نشته.

سرچینه زیاتوی چې د ژغورنې ډلې د هندی او چینایی متخصصینو په همکارۍ هڅه کوی هغه کسان وژغوری چې ګومان کېږی د برېښنا تولید د ځینو پروژو په تونلونو کې بند پاتې دی.

په راپور کې دغه راز ویل شوی چې د دغو سېلابونو له امله 267 کسان ټپیان شوی چې 156 یې تر درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوی دی.

د نیپال د طبیعی پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملی ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه 10 زره او 451 کسان ژغورل شوی چې له ډلې یې 252 بهرنی وګړی دی او 3344 نور د نیپال د پوځ د هوایی عملیاتو له لارې ژغورل شوی دی.

یادې ادارې ویلی چې د لټون، ژغورنې او مرستو رسولو عملیاتو لپاره 20 زره او 819 امنیتی کسان ګومارل شوی چې د نیپال د پوځ او پولیسو ځواکونه په‌کې شامل دی.