د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې د دغه وزارت د پالیسی او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت پرون یکشنبه په خپل کاری دفتر کې د ایران له سفیر علی‌رضا بیکدلی سره کتلی دی.

سرچینه زیاتوی، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادی همکاریو، کانی زېرمو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلی، د ایران سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړی ډول د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو برخو کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

سرچینې لیکلی، قانت په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوری د ګډ کار په برخه کې د هر ډول لازمې همکارۍ ژمنه کړې ده.